په سخت يخ کي حيوانات او نباتات څنګه ژوندي پاتيږي؟
په يخو سيمو کي د تودوښي درجې په کمېدو سره په ځايي حيواناتو او نباتاتو کي تغيرات رامنځ ته کيږي. دا چي د خوراک د کمښت او د شديد يخ باوجوده دغه حيوانات او نباتات بيا هم څنګه ژوندي پاتيږي، په هکله يې دغه مطلب ولولئ:
يخی يا کنګل سوی ځنګل
د سخت يخ پر وخت ونې د لويېدو خپل عمل دروي او په دغه غيرفعال کېدنه سره انرژي سپموي. له مځکي لاندي د اوبو د کنګل کېدني کله کبله د ونو له پاره اوبو ته لاسرسی سختيږي. د بېلګي په توګه سپيداره ونې په ژمي کي پر خپلو بلګونو يا پاڼو باندي د موم په شان يوې مادې په مرسته باندنۍ سطحه جوړوي او په دې توګه د پاڼو دننه د اوبو د ضايع کېدو مخنيوی کوي.
د پاڼو رژوونکي ونې
هغه ونې چي په مني کي خپلي پاڼي رژوي، هغوی په دغه عمل سره د يخ مقابله کوي. که داسي ونکړی نو په دغه پاڼو کي موجودي اوبه به کنګل کيږي او په دې توګه و ونو ته هم زيان رسيږي. بعضي ونې په شديد يخ کي له خپلوحجرو څخه په ډېر کم مقدار خو په دوامداره توګه اوبه راباسي. ځيني بيا په خپل وجود کي زياته بوره جوړوي او په دې توګه له يخ سره مبارزه کوي.
د خوړو زېرمي
د ژمي موسم په راتګ سره د حيواناتو له پاره هم حالات سخت سي. نه يوازي خوراک کم سي بلکي د ورځو د لنډېدو له کبله د خوراک د تلاښ وخت هم کميږي. له دې کبله زيات حيوانات په مني کي لا د ژمي له پاره د خوراکو زيرمي جوړول پېلوي. د بېلګي په توګه د شمالي امريکا دغه موږک ځان ته د داسي وچ خوراک زيرمه برابروي چي ټول ژمی يې بس وي.
نوی «کوټ» اغوستونکي حيوانات
ځيني حيوانات د ژمي له سخت يخ سره د مبارزې له پاره په خپل جسد کي د غوړ مقدار زياتوي او يا يې ورېښته اوږديږي. د قطب دغه ګيدړه په يخ کي د خپل پوست رنګ له تور څخه و سپين رنګ ته اړوي. په دې توګه دغه حيوانان په ژمي کي ښه ښکار کولای سي او بل يې د نوو ورېښتانو ګڼوالی له يخ څخه ساتي.
د ژمي اوږد خوب
ځيني حيوانات په ژمي کي له يخ سره د مبارزې له پاره په اوږد خوب بيديږي. دغه حيوانات د دغه اوږد خوب له پاره د يو خوندي ځای انتخاب کوي او هلته په اوږده خوب بيديږي. د دغه خوب پر وخت د دغو حیواناتو د زړه دربی، د بدن حرارت او د ساه اخيستل په لوړه اندازه راکميږي. په دې توګه هغوی انرژي سپموي. خرسان يا ايږي هم په ژمي کي اوږد خوب کوي خو بېله دې چي د بدن تودوښه يې کمه سي.
له يخ سره مبارزه
د ايږ په شان حيوانات په خپل پنډ پوستکي سره له يخ سره مبارزه کوي. خو نازک حشرات چي د بدن زياته برخه يې مايعات وي، څنګه ځان له يخ څخه ساتي؟ که د هغوی د بدن مايعات کنګل سي نو به هغوی مړه سي. د دغو حشراتو په بدن کي داسي مواد توليديږي چي د مايعاتو د کنګل کېدو مخه نيسي. د «فاير کلرډ بيټل» په نوم دغه حشره تر منفي ۳۰ درجو پوري يخ کي ژوندي پاته کيدلای سي.
کيشپ
کيشپ په ژمي کي بشپړ ژمۍ د تالابونو په لاندنۍ سطحه کي تيرولای سي. دا هغه وخت هم که د تالاب باندنۍ سطحه کنګل سوې هم وي. دا ځکه ممکن دي چي دغه حيوانات په ژمي کي د خپل ميټابوليزم شرحه دومره راکمه کوي چي تقريبا بې خوراکه ټول ژمی ژوند کولای سي. دغه حيوانات په ژمي کي د اکسيجن له پاره د اوبو سطحې ته د راپورته کېدلو اړتيا نه لري او د جسم په باندنيو خليو له اوبو اکسيجن جذبوي.