1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روسیه کې سخته تودوخه؛ لږ تر لږه ۴۹ کسان ډوب شوي

۱۴۰۳ تیر ۱۷, یکشنبه

د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي، په ټوله روسیه کې د ۷ ماشومانو په ګډون ۴۹ کسان ډوب شوي دي. د دغو پېښو لامل د روسیې په ډېرو برخو کې سخته ګرمي ګڼل کیږي چې خلک يې لامبو وهلو ته اړ کړي.

https://p.dw.com/p/4hysT
Russland Hitzewelle Hitze Klima Sommer
تیره اونۍ روسیې په یوه پیړۍ کې ترټولو ګرمه تودوخه تجربه کړه.انځور: picture-alliance/dpa/M. Shipenkov

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ (د جولای ۷مه) په ټیلیګرام کې اعلان وکړ: «په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په اوبو کې د ډبیدو ۶۵ پیښې ثبت شوي چې ۴۹ تنو ژوند له لاسه ورکړی.»

د روسیې دولتي خبري آژانس «ریا» خبر ورکړی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ډوبېدو لس پیښې ډیرې شوي دي.تیره اونۍ روسیې په یوه پیړۍ کې ترټولو ګرمه تودوخه تجربه کړه.مسکو د ۱۹۱۷ کال ریکارډ مات کړ او د هېواد لویو ښارونو کې یې  د تودوخې درجه له ۳۵ درجو څخه لوړه وه.د روسیې د هوا پېژندنې ادارې د جمعې په ورځ په خپله وېبپاڼه کې ویلي ول چې د روانې اوونۍ په پای کې د روسیې په ډېرو جنوبي او اروپايي برخو کې د غیر معمولي تودخې او توپان اټکل شوی دی. دغه سازمان زياته کړې، چې په ځینو ځایونو کې به د تودوخې درجه له ۴۰ درجو څخه لوړه شي.

د روسیې د مرکزي روسیې په نزني نووګورد سیمه کې یوه لس کلنه نجلۍ د ولګا په سیند کې ډوب شوې او شپږ کلنه خور یې ورکه شوې ده. په روسیه کې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي چې غوطه کوونکي لا هم د هغه په ​​لټه کې دي.

د دغه وزارت په وینا، د یوې شپاړس کلنې نجلۍ په ګډون درې کسان د بشکریا په سیمه کې چې د ولګا سیند او د اورال غرونو ترمنځ موقعیت لري ډوب شوي دي.

د روسیې په مرکز نژني نووګورد سیمه کې یوه لس کلنه نجلۍ د ولګا په سیند کې ډوبه شوه او شپږ کلنه خور یې ورکه شوې ده. په روسیه کې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي چې لامبو وهونکي هڅه کوي دغه ماشومه پیدا کړي.د دغه وزارت په وینا، د یوې شپاړس کلنې نجلۍ په ګډون درې کسان د بشکریا په سیمه کې چې د ولګا سیند او د اورال غرونو ترمنځ موقعیت لري ډوب شوي دي.

پاکستان کې د سختې ګرمۍ له امله سلګونه کسان مړه شوي

 Rsh/Nk/Zn (Reuters)