په رواني ناروغیو د اخته شوو آلماني سرتیرو شمیر ډیر شوې
۱۳۹۳ دی ۱۴, یکشنبهد هغې یو احصائې له مخې چې د آلمان خبري آژانس«DPA» ته رسیدلې ده د آلمان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې د اکتوبر تر نیمايي پورې ۱۵۲ هغه سرتيري ثبت کړي دي چې د «مابعد رواني تکلیف» یا په طبي اصطلاح (PTBS) له ناروغې څخه رنځ وړي. حال دا چې یو کال مخکې له تیر میلادی کال څخه یعنی په ۲۰۱۳ کال کې د داسې ناروغانو شمیر یواځې ۱۴۹ ؤ.
د نوموړي خبري آژانس په رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې تر ۲۰۱۲ کال پورې د دغو ناروغانو شمیر په پر له پسې توگه تر ۱۹۴ پورې لوړ شوې دې. ۲۰۱۳ یواځنې کال ؤ چې د داسی ناروغانو شمیر راکښته شوی ؤ.
د آلمان پوځ په هغه وخت کې ویلي ؤ چې په بهرنیو ماموریتونو کې د عسکرو د برخه اخیستې کموالې او د ماموریت په شرایطو کې بدلون د دغه کموالي اصلي وجه ده.
له دې خبرې څخه تر زیاتی کچې د افغانستان په ماموریت کې د آلماني پوځ گډون ته اشاره شوې وه چې په وینا یې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو په منځ کې ډير زیات له طالب یاغیانو سره په جگړو کې ښکیل شوی ؤ.
د کار پوهانو په نظر «مابعد رواني تکلیفونه» کیدای شي چې له ماموریت څخه د بیرته ستنیدو یو کال وروسته احساس شي. د داسی تکلیف نښې نښانې دا دي چې سړی ناوړه او ویرونکي خوبونه ویني او یا هم وخت په وخت په ویښ حال کې هم ډاریږي.
په تیرو ۱۳ کلونو کې افغانستان ته آلمان د هرو څلورو یا شپږو میاشتو له پاره په ټولیزه توگه ۱۳۵ زره سرتیري استولي دي. ځیني دغه عسکر څو ځلي هلته تللي او په ماموریتونو کې یې برخه اخیستې ده. په دغه موده کې هر وخت د جگړې په ډگر کې ۵۳۵۰ آلماني سرتيری په افغانستان کې مستقر ؤ.
د ۲۰۱۴ کال کې د (دسمبر میاشتې ۳۱ مه) په افغانستان کې د ناتو تر مشرې لاندې، د نړیوال امنیتي مرستندوی ځواک ایساف جنگي ماموریت پای ته ورسید او په دې ډول د ایساف د ماموریت د یوې برخې په توگه آلماني جنگي سرتیری هم په بشپړه توگه بیرته خپل وطن ته ستانه شوی دي.
د تیری پنجشنبې څخه را په دی خوا چې نوي میلادي کال پیل شوی دې په افغانستان کې د ناتو تر مشرې لاندې د « پریکړن ملاتړ» پوځي رونیز ماموریت پیل شوې دی. په دغه ماموریت کې چې یواځې د افغانستان د امنیتی ځواکونو روزل او هغو ته سلا مشورو پوری محدودیږي، آلمان ۸۵۰ سرتيري گمارلي دي.
په اوسني وخت کې په بهرنیو ماموریتونو کې آلمان په ټولیزه توگه ۲۷۰۰ سرتیري لري چې دا په تیرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو کوچنې شمیر دی.