1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دیني مدرسو کې د نجونو د عمر له محدودیته پرته تدریس پیل شوی

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

د پوهني وزارت د یوه مکتوب پر بنسټ ولایتي دارالعلومونو ته هدایت ورکړل شوی چې د دیني مدرسو ښځینه زده کونکي د اووم ټولګي پورته هم کولاې شې خپلو مدرسو ته ولاړې شي. خو د نجونو پر ښوونځیو د طالبانو محدودیت لا هم پر ځای دی.

https://p.dw.com/p/4FZxn
Afghanistan Kabul | Schule
انځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

د طالبانو د پوهنې وزارت د یوه مکتوب له مخې، د دې وزارت ولایتي ادارې اړ دي چې په دینې مدرسو کې ښځینه زده کوونکي ان تر اووم ټولګي پورته هم زده کړې وکړي. د هرات د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو مسؤولین وايي د مرکزي مسؤولینو د لارښود مطابق دا کار تر سره شوی. طالبان داسې مهال د مدرسو نجونو ته د تعلیم اجازه ورکوي، چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د تګ اجازه لا نه ده ورکړل سوې.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې نن د اګست میاشتې پر ۱۵مه یو کال پوره شو. طالبانو د خپل حاکمیت په یوه کلنه دوره کې د نورو سربیره پر ښځو باندې یو لړ محددودیتونه وضع کړي دي. د هرات ولایت د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو آمر مولوي اختر محمد اکبري په دې هکله دویچه ویله ته وویل: « د اووم نه تر ۱۴ ټولګي پورته د مدارسو د ښځینه زده کونکو زده کړې د پوهنې د وزیر صاحب په امر شروع شوي خو د ښوونځیو په اړه کوم هدایت نه دی راغلی یوازې همدا هدایت دی چې دوې ورځې مخکې راغلې او د مدرسو په اړه دی.»

د ارشیف انځور
د ارشیف انځورانځور: Naqibullah Eshaq

له ښوونځي څخه محرومو نجونو غالۍ اوبدلو ته مخه کړې

د طالبانو له لوري د ښځینه زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو د دروازو تړلو د هېواد دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راپارولي او طالبانو هم تر اوسه د دې کار اصلي لامل نه دی په ګوته کړی. افسانه هیله منده ده چې د طالبانو حکومت د ټولو زده کونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیږې. افسانې وویل: «د دارالعلومونو مکتبونه چې د اووم څخه تر دوولسم صنفونو شروع شوي نو زه چې د ښوونځي د یوولسم ټولګي زده کونکي یم دا هیله لرم چې زموږ ښوونځي هم شروع شي ترڅو زه هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړم.»

د طالبانو بیا راتګ د ښځو ژوند څنګه بدل کړی؟

په هرات کي د کاک نیکه د ټولنیزې شورا غړی فیض محمد کاکړ، د طالبانو د پوهنې وزارت د دې پریکړي هرکلی کوي او وايي چې اوس د دې وخت را رسیدلی چې طالبان په ټول هیواد کې د نجونو پر مخ ټول ښوونځي پرانیزي. هغه وايي: «د هرات په ولایت کې چې الغیاثیه او فخرالمدارس دیني مدرسي شته، په هغو کې طالبانو امر کړی چې د اوم تر ۱۴ ټولګي پورې دې خلاص شي. خو زموږ حکام باید کوښښ وکړي هغه مکتبونه چې پکې ساینسي مضامین تدریس کیږي هغه هم خلاص کړي، وطن ټولو ته ضرورت لري. څرنګه چې ملا، مولوي، عالمې ته ضرورت شته، ډاکترې، انجینیرې او ساینسپوهې ته هم ضرورت شته.»

د ارشیف انځور
د ارشیف انځورانځور: Naqibullah Eshaq

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې، په دغه هیواد کې تر شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. په دې موده کې نه یوازې افغانانو بلکې نړیوالې ټولنې له طالبانو په وار وار غوښتنه کړې چې د ښځو او بشر حقونو ته درناوی وکړي او د نجونو د تعلیم مخه ونه نیسي. د دغو ټولو غوښتنو او انتقادونو سربیره، طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه واضح ځواب نه ورکړی خو ټینګار کوي چې طالبان د اسلامي شریعت او افغاني کلتور په رڼا کې د ښځو حقونو او تعلیم ته ژمن دی، داسې ژمنه چې د یوه کال په پوره کیدو لا هم پوره شوې نه ده.

د نجونو د ښوونځیو پر وړاندې پراته خنډونه څه دي؟

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب