1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

په خټه افغان د هند نامتو کریکټ لوبغاړی سلیم دراني ومړ

۱۴۰۲ فروردین ۱۳, یکشنبه

د هندوستان پخوانی الراونډر سلیم دراني چې د میچ ګټلو وړتیا لپاره پیژندل کیدو، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اپريل په دويمه) د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو.

https://p.dw.com/p/4PbQg
Salim Durani | ehemaliger indischer Cricketspieler
انځور: Sajjad Hussain/AFP

د هندوستان پخوانی الراونډر سلیم دراني چې د میچ ګټلو وړتیا لپاره پیژندل کیدو، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اپريل په دويمه) د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو. دراني په خټه افغان وو او په کابل کې زیږیدلی وو.

درانی، کیڼ لاسی توپ وهونکی او کیڼ لاسی سپینر یا ورو توپ اچوونکی  وو چې د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۳ کلونو ترمنځ یې د هند لپاره ۲۹ ټیسټ لوبو کې ټولې ۱۲۰۲ منډې کړي او ۷۵ ویکټې یې اخیستي دي.

د اي اس پي ان کریک انفو ویبپاڼې په حواله چې د لوبو په هکله خبرونه خپروي، درانی هغه ناروغ وو او په دې وروستیو کې یې یو لړ عملیات هم کړي ول.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سلیم دراني "د کرکټ افسانوي" لوبغاړی بللی دی.

سلیم درانی لومړنی کرکټر و چې د ارجونا جایزه یې ترلاسه کړه، داسې جایزه چې په هند کې د سپورت دوهم لوړ ویاړ بلل کیږي.