1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

په خوست کې د پاکستاني الوتکو بمبارۍ درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۱ فروردین ۲۷, شنبه

په خوست کې سرچینې وايي چې تېره شپه په سپېره ولسوالۍ کې هوایي برید شوی چې له کبله یې درنه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې. د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي برید د پاکستان الوتکو کړی او وزیرستاني کډوالو ته یې مرګ ژوبله اړولي.

https://p.dw.com/p/4A1Uj
Weltspiegel 15.04.2021 | Afghanistan 2001 | Soldaten der Nordallianz | zu US-Truppenabzug
انځور: Vasily Fedosenko/REUTERS

په خوست ولایت کې ځايي سرچینو ویلي چې تیره شپه د دې ولایت پر یو شمیر سیمو باندې پاکستاني الوتکو هوايي بمباري کړې ده چې له کبله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د خوست ولایت له پاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند هم د پیښې پخلی کوي او وايي چې په دې بریدونو کې په خوست کې میشتو وزیرستاني کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د معلوماتو له مخې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خوست سپېرې ولسوالۍ کې د افغان دوبۍ په نوم مشهورې سیمې په څو کلیو هوایي بمبارد شوی دی چې په کې د وزیرستاني کډوالو کورونه په نخښه شوې دي. ځایي اوسیدونکي وایي چې په دې بمبارد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون کابو څلوېښت کسان وژل شوي او تر شلو ډېر ټپیان دي.

د خوست ولایت په سپیرې ولسوالۍ کې د بمبارد شوې سیمې یو اوسیدونکی وزیرستانی کډوال افغان وزیر دویچه ویله ته وویل :«تېره شپه په درې بجې پاکستاني طیارې را واوښتې او په موږ باندې یې بمبارد وکړو. زه خپله هلته موجود وم، ۱۷ ټپیان موږ دلته خوست مرکز ته راوړل. کم او زیات څلوېښت کسان شهیدان شوي دي، په دې کې مشران، نجونې او ماشومان او ځوانان شامل دي.»

د خوست امنیه قوماندانۍ له پاره د طالبانو ویاند مستغفر ګربز دویچه ویله ته د دې خبر پخلی کړی او وایي چې برید پاکستاني جیټ طیارو کړی دی. نوموړی وایي د پاکستان پوځ جیټ طیارو د خوست سپیرې ولسوالۍ په څلور کلیو کې په وزیرو بمبارد کړی او مرګ ژوبله یې اړولې ده. نوموړي وویل: «په څلور کلیو چې ټول د وزیرو کلي دي، د پاکستان جیټ طیارو له لورې بمباري شوې ده. کاڼی، میرڅپر، شیګی او مندته کلي دي، چې بمباري پرې شوې. لومړني معلومات د نهو کسانو مرګ ژوبلې دي، کیدای شي دا شمېر ډېر شي.»

د خوست ښار متون بابا ببرګ روغتون یوه ډاکټر دویچه ویله ته وویل، د تیرې شپې راهیسې تر ۲۰ ټپیان دوی ته ور وړل شوې دي، چې ځينې یې رخصت کړي او تر ۱۲ ټپیان یې د سختو ټپونو له امله بستر کړي دي.

په دې پیښه کې یوه ټپي شوي کس دویچه ویله ته وویل چې له ټولې کورنۍ ورته یوازې یو ماشوم پاتې دی او د کورنۍ نور ټول غړي یې په دې پیښه کې وژل شوي دي. هغه وايي: «له خپلې کورنۍ یوازې زه او یو ماشوم راته پاتې دي، شپږ تنه مړه شوي او زه اوس په روغتون کې یم.»

د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، تېره شپه د افغان سرحدي عسکرو او پاکستان پوځ ترمنځ د ګربزو ولسوالۍ په مستربل غره سیمه کې څو ساعته وسله واله جګړه هم شوې ده او زیاتوي چې په جګړه کې سپکې او درنې وسلې کاریدلي او درې طالب سرحد ساتونکي جنګیالي ټپیان شوې دي.

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.انځور: Imago/Xinhua

پاکستاني چارواکو او د دې هیواد پوځ تر اوسه پورې په خوست ولایت باندې د شوې بمبارۍ په هکله څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې هم د پاکستاني ځواکونو او طالب سرتیرو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وخت ناوخت د دغه راز پیښو راپورونه ورکول کیږي. تر اوسه پورې د طالبانو سرپرست حکومت هم د یادو پیښو په هکله څه نه دي ویلي.

په عین وخت کې په کونړ ولایت کې هم ځینې سرچینې پر دغه ولایت باندې د پاکستاني ځواکونو د توپخانه ای بریدونو خبر ورکوي. د دغو سرچینو په خبره، د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې پر یوه سیمه باندې د پاکستاني بریدونو په پایله کې د یوې میرمنې او پنځو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي. د سرچینې په خبره، وژل شوي ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

دغه بریدونه داسې مهال کیږي چې په پاکستان کې همدا تیره ورځ اوه تنه پاکستاني سرتیري په یوه وسلوال برید کې وژل شوي ول. د پوځ په يوه بيان کې راغلي چې دغه بريد د پنجشنبې يا زيارت په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اپريل ۱۴نېټه) په شمالي وزيرستان کې شوی دی چې د خيبرپښتونخوا ايالت يوه جګړه ځپلې سيمه ده. د بريد مسئوليت چا نه دی منلی، خو تور پر پاکستاني طالبانو ولګېد چې د تحريک طالبان پاکستان په نوم هم شهرت لري. دغه ډله له هغو افغان طالبانو څخه جدا ده چې د اګست مياشتې راهيسې يې په افغانستان کې ولکه ټينګه کړې ده.

د تحريک طالبان پاکستان تر څنگ د اسلامي دولت يا داعش ډلې ځايي څانګه هم د پاکستان په ياده سيمه کې حضور لري او په تېر وخت کې يې د ځينو بريدونو د تر سره کولو ادعا کړې وه. دغه وروستی تاوتريخوالی په داسې يو وخت کې کيږي چې د پاکستان پوځ د پنجشنبې يا زيارت په ورځ ويلي دي چې د جنورۍ مياشتې راهيسې له افغانستان سره څېرمه په پرتو سيمو کې ۱۲۸ اورپکي ووژل شول.