په خوست کي د کوچني اختر دودونه
۱۳۹۲ مرداد ۱۷, پنجشنبهپه خوست کي د اختر په سهار خلک مسجد ته ځي او تر لمانځه وروسته هلته يو له بل سر د اختر مبارکي کوي او چای څښي وروسته بيا کورونو ته ځي نوي کالي اغوندي او د اختر لمانځه ته ځي.
په خوست کي نوي ځوانان چې په خوستۍ لهجه «ژڼيه» بلل کيږي، د اختر د مخه لا په دې بوخت وي چې د سونگ بېلابېل توکي، لکه اغزي، خزلي او د موټر زاړه ټايرونه راټول کړي، چې بيا د روژې پر ديرشمه يعنی د اختر په شپه ورته اور ورته کړي.
دې ته په خوست کي مرګند وايي، چې له ډېر پخوا راهيسي دود دى او په دې وروستيو کې لږ زيانمن شوى او د نا امنيو له وجې په ټولو سيمو کې نه ترسره کيږي په ځينو کليو پورې محدود شوى دی.د مرګند په شپه تر ټولو دا ډېر خوندور وي، چې کوچنۍ نجوني درياګي وهي او ژڼي بيا باروت او پټاکۍ چاودي.
د خوست يوه اوسيدونکي سيف الله اتل د ميرگند په اړه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «ميرګند تر ټولو خوندور دود دى، چې ځوانان پکې ډېر ساتيروي او تر هغه ميرګند ته ګرځي، چې اور نه وي مړ شوى. ځيني کوچنۍ نجونې بيا سره لاسونه، په وړو ژبو اختريزي سندري وايي او درياگۍ وهي.»
په وخوست کي يو بل دود د اختر تر لمانځه وروسته په څو کورونو گرځي د اختر مبارکي کوي او هغه ډوډۍ غوري چي ورته تياره شوې وي.
د متون د مينا کلي اوسيدونکي صديق الله عابد دويچه ويلې ته وويل: «يو بل دود چې په خوست کې ډېر مروج دى، هغه دا دى، چې په کليو کې کورونه په برخو ويشل کيږي او هره ورځ کليوال مشران او ځوانان پر دريو کورونو، ګرځي او په هر کور کې لږ لږ وريجي خوري، په دې چې د بل کور وريجو ته هم په ګېډه کې ځاى پريږدي.»
خوستي ماشومان بيا د اختر په سهار نوي کالي اغوندي، د کورنۍ د مشر، پلار او نيکه له لوري ورته د اختر «منډيئ» په نوم يوه اندازه پيسې ورکوي او بيا دغه ماشومان په يوه او بل کور ګرځي او له زړو ښځو د اختر مبارکي غواړي.
افسانه د خوست مرکز يوه کوچنۍ نجلۍ وايي: «نوي جامې اغوندم، څپلۍ په پښو کوم، بيا مې پلار راته پيسې راکوي او بيا نورو جنکيو سره په کورونو ګرځم، زړې زړې ښځې، بيا موږ ته هګۍ، پتاسې، ممپلې او نور راکوي.»
له دغو دودونو سره اختر په خوست کي څلور ورځي لمانځل کيږي. د خوست په ځينو سيمو کې د قومي تړونو پر اساس تر څو ورځو پوري اختر په کنسرتونو، ملي اتڼو او د يو شمېر نورو مېلو په ترسره کولو سره لمانځل کيږي.