په حلب کې د یاغیانو او دولتي ځواکونو تر منځ جگړه ادامه لري
۱۳۹۱ مرداد ۱۰, سهشنبهاعلان
له سوریې څخه د ورکړل شوو راپورونو پر اساس دولتي ځواکونه د حلب له ښار څخه د یاغیانو د ویستلو په هڅه کې دي، او لا هم سخته جگړه ادامه لري. خو د اپوزیسیون فعالین بیا دا ادعا ردوي چې گواکې دولتي ځواکونو د حلب د ښار شمال ختیځه ولسوالۍ صلاح الدین نیولې ده.
زیاته شوې ده چې دولتي ځواکونه پر دغه سیمه باندې د توپچي او د هوان د گولیو د ورولو سربیره له هوایي بمباریو څخه هم کار اخلي. په عین وخت کې ملگري ملتونه اټکل کوي چې په حلب کې د جگړې له امله شاوخوا ۲۰۰ زره خلک تښتیدلي دي. لندن میشته د بشري حقونو د ټولنې د راپور پر اساس چې د دوشنبې د ورځې په جگړه کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي دي چې ۳۰ تنه ئې ملکي وگړي دي. په لندن کې د سوریې دیپلومات خالد الایوبي له خپلې دندې استعفا کړې او ویلي ئې دي چې نور د دمشق استازیتوب نه شي کولای.