1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جي۷ ډله کې کوم هیوادونه شامل دي او موخې ېې څه دی؟

۱۴۰۱ تیر ۴, شنبه

د جې۷ په نوم د غړو هیوادونو د رهبرانو نوبتي غونډه د جون په ۲۶مه د آلمان په کوربتوب په بایرن ایالت کې جوړيږي. دا کوم هیوادونه دي، په نوبتي غونډو کې ېې پر کومو مسئلو بحث او پر هغوی څه نیوکې کیږي.

https://p.dw.com/p/4DEfP
Symbolbild | Deutschland | G7 Gipfel
انځور: Ole Spata/dpa/picture alliance

جې۷ ډله، د آلمان، فرانسې، بريتانيا، ايټالیا، کاناډا، امریکا متحده ايالاتو او جاپان هيوادونو څخه متشکله ده. له ۱۹۸۹ تر ۲۰۱۴م کال پورې روسیه هم په دغې ډله کې شامله وه چې هغه وخت په جي۸ یادیده. په روسيه کې د کریميا نيمه ټاپو الحاقيدل، سبب شو چې روسیه له جي۸ ډلې څخه ووځي.

جي۷ ډله د شلمې پيړۍ په ۷۰مې لسیزې کې تشکیل سوه او هغه وخت ېې غړي د نړۍ ستر اقتصادي قدرتونه ول. خو اوس دغه ډله څرنګه چې د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ په وروستيو کې ويلي دي، ځان «پياوړي اقتصادي ديموکراسيانې» بولي.

دغه هیوادونه د يوې ډلې په توګه پر هغو ارزښتونو باندې ځان متکي ګڼي چې آزادي او د بشر حقونو، د قانون حاکمیت او دیموکراسۍ، رفاه او دوامداره پراختیا ته ژمن دي.

جي۷، یو نړیوال سازمان نه دی او نه شي کولای الزامي تصمیمونه ونیسي، خو د دريځونو د همغږۍ او نوښتونو له پاره په ګډه اقدام کوي چې نتيجه ېې د غړو هیوادونو د رهبرانو په ویناو کې منعکس کيږي.

د جي۷ په غونډو کې د بحث وړ مسائل

Belgien Brüssel | G7 Gipfeltreffen
جې۷ ډله، د آلمان، فرانسې، بريتانيا، ايټالیا، کاناډا، امریکا متحده ايالاتو او جاپان هيوادونو څخه متشکله دهانځور: DOUG MILLS/AFP/Getty Images

جي۷ د تاسيس په لومړيو کلونو کې تر ډيره د کوچنیو کاري ډلو په چوکاټ کې پر مالي او اقتصادي مسائيلو بحثونو کول، خو په حاضر وخت کې د نړۍ تقریباً ټول مهم اقتصادي مسايل د دغې ډلې په طرزالعمل کې قرار لري. په وروستيو کلونو کې نړیوال اقتصاد، خارجي او اقتصادي سیاستونه، پراختیا، مهاجرت او اقليمي بدلون هغه مهم مسايل ول چې د جي۷ ډلې تر ټولو لوړ رتبه مقاماتو ورباندې بحثونه او په اړه ېې تصمیمونه نیولي دي.

د غونډې کوربه هیواد د بحثونو محتوا ته د سمت او لوري په ورکولو کې مهم رول لري. په حاضر وخت کې آلمان د دغې ډلې د نوبتي غونډې کوربه دی. دغه غونډه د آلمان په سويلي ايالت بایرن کې ترسره کيږي.

د دغې دورې غونډې له پاره شعار «د یوې عادلانه نړۍ له پاره پرمختګ» انتخاب شوی دی. تر دې وړاندې په پام کې وو چې د غونډو په بحثونو کې به تمرکز، اقليمي تغییراتو سره د مقابلې او د تجدیدوړ انرژۍ ته د پراختيا ورکولو پر موضوعاتو متمرکزې وي.

د غونډې نور ګډونوال څوک دي؟

G7-Gipfel in Kanada
په کانادا کې د جي۷ ډلې د ۲۰۱۸م کال غونډې یو انځور انځور: Jesco Denzel/Bundesregierung/dpa/picture alliance

خو د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراين د روسېې له یرغل سره، د اقليمي تغیيراتو موضوع څنډې ته کړل شوه او د آلمان د صدراعظم په بلنه، په پام کې ده د اوکراين ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي هم په مجازي توګه په جي۷ غونډه کې ګډون وکړي.

د اروپايي اتحادېې د کميسيون مهم استازي د جي۷ هیوادونو د مشرانو په دغو غونډو کې د ناظرانو په توګه ګډون کوي. د څو کلونو راپديخوا په دغو غونډو کې د پرمختګ په حال کې د یو شمیر هیوادونو او همدارنګه د نوو اقتصادي قدرت لرونکو هیوادونو استازي هم په کې میلمانه وي. په سږنۍ غونډو کې ارجنټاین، سینګال، اندونیزيا، هند او سويلي افریقا د ميلمنو په توګه معرفي شوي دي.

د جي۷ ډلې غړي هيوادونه د ټولې نړۍ د نفوس لس سلنې برخه تشکیلوي خو د نړۍ له داخلي ناخالص توليد څخه د دوی سهم شاوخوا ۴۵ سلنې ته رسيږي.

په دې ترتیب دغه ۷ هیوادونه د نړۍ د ترټولو بډایه هیوادونه دي. همدا هم یو دلیل چې دوی سربیره پر دې چې الزامي تصمیمونه نه نيسي، خو پر کومو مسایلو چې تفاهم کوي د پام وړ سیاسي وزن څخه برخمن وي.

پر جي۷ باندې نیوکې

G7-Gipfel 2022 | Aktion von Oxfam in München
پر جي۷ ډلې یوه تر ټولو مهمه نيوکه دا ده چې ډله خپلو ګټو او غوښتنو ته لومړيتوب ورکويانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د جي۷ غونډې په پر له پسې توګه د نوښتونو او څو اړخیزو توافقاتو له پاره یو ښه فرصت وي. خو پر دغې ډلې نيوکې هم کيږي چې له هغې ډلې یوه تر ټولو مهمه نيوکه دا ده چې ډله خپلو ګټو او غوښتنو ته لومړيتوب ورکوي او جنوبې نیم کرې ته لږه پاملرنه کوي.

د مدنې ټولنې جوړښتونه په پرله پسې توګه د جي۷ ډلې غړو هیوادونو څخه غواړي چې په لا ډیر قوت سره د فقر او لوږې پر وړاندې مبارزه وکړي او د دغه کار له پاره ډيره بودجه جلا کړي.

د جي۷ ډلې د ۲۰۱۵م کال غونډو پلان تر ۲۰۳۰م کال پورې د فقر له ګردابه د نيم میليارد خلکو راوښکل وو، خو منتقدان ېې په دې باور دي چې دغه هدف ته د رسیدلو له پاره لازم اقدامات ترسره شوي نه دي.

آلمان تر دې وړاندې په ۲۰۱۵م کال د انګلا مرکل د صدراعظمۍ په دوره کې چې په امریکا کې بارک اوباما جمهور رئيس وو، د جي۷ د غونډو کوربه وو. ويل کيږي چې د سږني غونډې د امنيت د تامين مصرف شاوخوا ۱۸۰ ميلیونه يورو کیږي چې د آلمان فدرالي حکومت او د بایرن ايالتي حکومت له خوا ورکول کيږي.

دویچه ویله ف/م.ک.ص./ا.ا.