1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په جوزجان کې د طالبانو برید ۱۲ امنیتي ځواکونه وژلي

۱۳۹۷ مهر ۱۷, سه‌شنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې په جوزجان ولایت کې د طالبانو یوه برید ۱۲ امنیتي ځواکونه وژلي او لس تنه نور یې ټپیان کړي دي. طالبانو په وروستیو وختونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/36D1n
Karte Afghanistan Provinz Jowzjan Deutsch
انځور: DW

د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته د سه شنبې په ورځ وویل چې طالبانو د دوشنبې په ورځ ناوخته د دې ولایت پر قوش تیپه ولسوالۍ برید وکړ.

د جوزجاني په خبره د طالبانو دغه اقدام د قوش تیپې ولسوالۍ د نیولو یوه ناکامه هڅه وه. هغه زیاته کړه چې په پیښه کې ۳۰ طالبان وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د برید پړه منلې خو ادعا یې کړې ده چې له کبله یې لوړه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده. طالبان ډیر وخت په خپلو بریدونو کې د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې کچه لوړه ښيي.

طالبان همداراز د دوشنبې په ورځ په غزني ولایت کې پر یوې ولسوالۍ باندې برید وکړ چې له کبله یې درې امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د غزني امنیه قوماندان وایي چې په پیښه کې پنځه نور ځواکونه ټپیان شوي هم دي.