په جنګ کي ژوند، افغانستان د يوه ايراني عکاس له کړکۍ څخه
ايرانی عکاس مجيد سعيدي چي په خپلو کارنامو سره يې څو معتبري نړيوالي جايزې ګټلي دي، د خپلو عکسونو يوه نوې ټولګه چي د «افغانستان خلک او پر هغوی باندي د جنګ اغېزه» نوميږي، د دويچه ويله په اختيار کي ورکړې ده.
مجيد سعيدي څو واري په ايران کي د «کال غوره عکاس» ټاکل سوی دی. د هغه له خوا اخيستل سوي انځورونه د نړۍ په معتبرو رسنيو لکه ټايمز، شپيګل، واشنګټن پوست او نيويارک ټايمز کي خپريږي. هغه لس نړيوالي جايزې لکه «World Press Photo» اخيستي دي او د انځورونو نزدې ۳۸ نندارتونونه يې جوړ کړي دي.
مجيد سعيدي له کلونو راهيسي مستند انځورونه اخلي. هغه په تيرو دوو لسيزو کي په منځني ختيځ کي د انسانانو د ژوند په اړه انځورونه اخلي.
د ايراني عکسانو د کان د کارګرانو، ۳۳ ورځي په لبنان کي، د ليبيا جنګ، د عراق جنګ او د عکسونو څو نوري ټولګي يې په نړيوالو سياليو کي ډېري جايزې ګټلي دي.
سعيدي له ۱۶ کلنۍ څخه عکاسي کولو ته مخه کړې ده. هغه په ۱۸ کلنۍ کي د ايران او عراق سرحد ته ولاړ چي د مهاجرو عکسونه واخلي. هغه دغه راز له ۱۵ کلونو راهيسي په ايران کي د بېلابېلو رسنيو د انځورونو د برخي مديريتونه پرغاړه لرلي دي.
دغه عکاس په خپل ژوند کي ډيري جايزې ګټلي چي له هغې جملې څخه يې د په ۲۰۱۳ کال کي د World Press Photo جايزه د يادولو وړ ده.
د افغانستان خلک او پرهغوی باندي د څو لسيزو جنګ اغېزه د هغه تر ټولو نوې د عکسونو ټولګه ده. دغه ټولګه هغه د دويچه ويله په اختيار کي ورکړې ده.
هغه مور چي په جنګ کي يې پښې خوږ سوي دي، خپل اولاد ته کيسه وايي.
په کابل کي د پوليسو د روزني په يوه مرکز کي سهارني مراسم.
يو ورزشکاره د استراحت پرمهال. په افغانستان کي د بدني روزني ورزش تر ټولو ډېر محبوبيت لري.
په کندهار کي د ښوونځی يوه زنده کوونکې په ټولګی کي.
کوچنيان د جنګ په ويرانيو کي بازۍ کوي.
په ټول افغانستان کي د ۳۰ کلني جګړې نخښي نښانې ليدل کیږي. خلک اوس د جنګ له پاته سوو سره عادت سوي دي.
يو ديني ښوونکی خپل شاکرد ته سزا ورکوي. افغانستان د زده کړو مناسب سيستم نه لري او ډېری زده کوونکي ښوونځی پرېږدي او په بازار کي کار کوي.
په کندهار کي د طالبانو په يوه بريد کي په ۲۰۱۱ کال کي ۴ تنه ووژل سول او ۳۶ تنه نور ټپيان سول. په دغه انځور کي د کندهار په يوه روغتون کي پراته ټپيان سوي کسان ښوول کيږي.
په کندهار کي د نور اسلامي مدرسې يو ټولګی. ۲۰۱۱ کال.
له افغانو ښځو سره د لاسي صنايعو په برخه کي مرسته. د ماليزيا يو غير دولتي سازمان په افغانستان کي له ښځو سره مرسته کوي چي کار پيدا کړي.
د افغانستان په شمال کي يو سړی خپله ماينه د معاينې له پاره ډاکټر ته بيايي.
رواني ناروغان په يوه مرکز کي ساتل کیږي.
مجيد سعيدي تلاښ کړی دی چي د ده له خوا په اخيستل سوو عکسونو کي د خلکو ټولنيزي ستونزي بيان کړي او دغه راز ټولنيزي بې عدالتۍ را سربيره کړي.