په جنګ ځپلي یمن کې د ناروغانو ناخواله وضعیت
له درو کلونو زیاته موده کیږي چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد جنګیږي. آن روغتونونه هم له کورنۍ جګړې په آمان کې نه دي او په وژونکو ناروغیو اخته ناروغان له روغتیايي مرستو بې برخې دي.
په لوړه بیه درملنه
خالد اسماعیل د خپلې لور ښی لاس ښکلوي. د هغه ۱۷ کلنه لور په سرطان ناروغۍ اخته ده او په همدې دلیل یې باید د درملنې له پاره د خپل کیڼ لاس قطع کیدو ته تن ایښی وی. پلار چې یې هر څه درلودل وپلورل او پور یې هم وکړ، خو له دې سره سره یې د خپلې لور له پاره تر دې د ښې درملنې توان نه درلود. هغه وایي: «جګړې زموږ ژوند ختم کړ. موږ نه شو کولی بهر ته ولاړ شو. دلته مې د لور له پاره تر دې بهتره تداوي نه وه.»
د دولتي ملاتړ نه شتون
په پلازمېنه صنعا کې د سرطان تشخیص مرکز، له دوو کلونو راهیسې له حکومت څخه هیڅ مرسته نه تر لاسه کوي. دغه مرکز د نړیوالو مرستندویه سازمانونو لکه د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته خپلې چارې پر مخ وړي.
د سرطان ناروغۍ لرونکو ماشومانو له پاره د چپرکټونو کموالی
د صنعا د سرطان د درملنې په مرکز کې موجود چپرکټونه کوچنیانو ته ځانګړې شوي دي. د تداوۍ دغه مرکز هره میاشت شا او خوا ۶۰۰ ناروغان مني. خو په تیر کال کې ناروغانو ته د رسیدګۍ له پاره د دغه مرکز بودجه یوازې یو میلیون ډالر وه.
په انتظار خونو کې درملنه
زیات عمر لرونکي کسان یا په تذکرو کې او یا هم په انتظار خونو کې تداوي کیږي. نوموړي مرکز تر جګړې مخکې په کال کې ۱۵ میلیونه ډالره مرسته تر لاسه کوله او کولای یې شول چې آن د یمن په نورو روغتونونو کې د تداوۍ مرکزونو له پاره دارو درمل برابر کړي.
د درملنې د امکاناتو کموالی
په صنعا کې د سرطان د ناروغۍ د درملنې په مرکز کې دغه میرمن باید انتظار وباسي. ځکه چې په یمن کې روغتیایي امکانات ډیر کم دي. د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د دې له پاره چې حوثي یاغیانو ته یې د پوځي تجهیزاتو مخه نیولي وي، هوایي او سمندري لارې ډیرې محدودي کړي دي. حوثي یاغیان د پلازمینې صنعا په شمول د دغه هیواد زیاتې برخې په لاس کې لري.
د ډاکټرانو کمښت
۷۰ کلن علي هیزام موضد، په خوله کې د سرطان تومور یا دانه لري. په صنعا کې یوه مرستندویه سازمان او د سرطان ناروغۍ لرونکي نور یو شمیر کسان بستر کړي دي. خو دغه سازمان د چپرکټونو او ډاکټرانو له کمښت سره مخامخ دی. پر دې سربیره ډیری کسان د روغتیایي خدماتو د لګښتونو توان نه لري.
انساني ناورین
دا په یوه روغتیایي مرستندیوه سازمان کې د ۱۴ کلنۍ نجلۍ انځور دی، چې د سرطان پر ناروغۍ اخته کسانو ته یې ځای ورکړی دی. په یمن کې په میلیونونو انسانان د لوږې او د دیفتري او ملاریا په څیر د ناروغیو له کبله له ګواښ سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې د یمن په کورنۍ جګړه کې ۵۰ زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.