1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په جلال آباد کې د قابله ګانو پر یوه روزنیز مرکز برید شوی

۱۳۹۷ مرداد ۶, شنبه

چارواکي وايي چې وسلوالو د شنبې په ورځ شاوخوا یوولس نیمې بجې په جلال اباد ښار کې د عامې روغتیا ریاست اړوند د قابله ګانو د روزنې پر یوه مرکز باندې برید وکړ. تر اوسه د دې بریدونو پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

https://p.dw.com/p/32ENd
Afghanistan Angriff auf Bildungsbehörde in Dschalalabad
انځور: Reuters/Parwiz

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي، د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې برید د ښار په دریمه ناحیه کې د عامې روغتیا ریاست اړوند د قابله ګانو پره یوه روزنیز مرکز شوی دی.

که څه هم خوګیاڼي د پیښې د تلفاتو او نورو جزئیاتو په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه خې روښانه یې کړه چې له برید وړاندې ټولې قابله ګانې په خوندي ډول له سیمې څخه ایستل شوي دي. د والي ویاند زیاته کړې چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي چې چاڼیز عملیات پیل کړي.

په عین وخت کې یوې بلې حکومتي سرچینې بیا د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل چې دغه مرکز ته درې بریدګر دننه شوي دي. دغه حکومتي چارواکي د تلفاتو په هکله نور جزئیات وړاندې نه کړل.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخیل د دې خبر پخلی کړی او منلې یې ده چې برید د دوی د ریاست اړوند د قابله ګانو پر یوه روزنیز مرکز شوی دی. هغه په سملاسي ډول په دې پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.

په سیمه کې عیني شاهدانو بیا دویچه ویله ته وویل چې  پر دغه مرکز له برید وړاندې د چاودنو او اوس د ډزو غږونه اورېدل کېږي او د پېښې له ځایه لوګي هم پورته کېږي. ننګرهار د هیواد په ختیځ کې له هغو ولایتونو څخه دی چیرته چې داعش ډله غښتلی حضور لري او په دې  وروستیو کلونو کې په ننګرهار ولایت کې د زیاتره بریدونو مسوولیت هم داعش ډلې منلی دی.

په عین حال کې یو افغان چارواکي ویلي چې په دې پیښه کې څلور کسان ټپیان شوي دي. خو د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي بیا ویلي چې تر برید وروسته د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د ډزو تبادله هم شوې او یو نامعلوم شمیر قابله ګانې له دې ودانۍ څخه ژغورل شوي دي. 

امید دیدار/ جلال آباد