1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جلال آباد کي د يرغل مسئوليت داعش منلی

۱۳۹۴ دی ۲۳, چهارشنبه

د ننگرهار ولايت چارواکي وايي چي په جلال آباد کي د پاکستان کونسلگرۍ ته نژدې ځانمرگي بريد او وسله وال يرغل کي د افغان امنيتي ځواک ۷ سرتيري وژل سوي دي. د پيښي مسئوليت تروريستي ډلي داعش منلی دئ.

https://p.dw.com/p/1HcG8
انځور: Reuters/Parwiz

د ننگرهار ولايت وياند عطاالله خوږياڼي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنوري ۱۳مه) وويل چي د پاکستان کونسلگرۍ ته نژدې ځانمرگي بريد او وسله وال يرغال کي د افغان امنيتي ځواک ۷ سرتيري وژل سوي او اووه نور ټپيان سوي دي.

خوږياني ويلي دي چي په دغه يرغل کي درې تنه يرغل کوونکي چي يوه ئې ځان چولي او دوه نور يوې خالي ودانۍ ته ننوتلي ول وژل سوي دي. په پېښه کي درې تنه ملکي وگړي هم ټپيان سوي دي.

عيني شاهدانو ويلي دي چي تر چاودني وروسته کونسلگرۍ ته له يوې نژدې ودانۍ څخه فايرونه هم اورېدل کېدل.

کونسلگرۍ ته نژدې ودانۍ
کونسلگرۍ ته نژدې ودانۍانځور: Reuters/Parwiz

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي دوه پوليس هغه مهال ووژل سول چي ځانمرگي بريد کوونکي د پاکستان تر کونسلگرۍ دباندي د پوليس پر يوه موټر يرغل وکړ.

هغه زياته کړې ده چي تر چاودني وروسته دوه وسله وال کونسلگرۍ ته نژدې يوه خالي مېلمستون ته ننوتل او له هغه ځايه ئې پر پوليسو فايرونه پيل کړل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم تائيد کړې ده چي دغه دواړه وسله وال چي ودانۍ ته ننوتلي د افغان امنيتي ځواک له خوا تر لږ مقاومت وروسته وژل سوي دي. صديقي ويلي دي چي د کونسلگرۍ ټول کارکوونکي روغ رومټ او خوندي دي.

پوليسو ټوله سیمه کلابنده کړې
پوليسو ټوله سیمه کلابنده کړېانځور: Reuters/Parwiz

په جلال آباد کي د پاکستان کونسلگرۍ ته نژدې د هند کونسلگري، يو روغتون او ښوونځي سته چي سهار مهال تگ را تگ ډېر وي او ډېر خلک د وېزو د ترلاسه کولو له پاره ور روان وي.

په ننگرهار کي پر وسله والو طالبانو سربيره تروريستي ډله «اسلامي دولت» (داعش) هم فعاله دي. د پيښي پړه تروريستي ډلي داعش پر غاړه اخيستې ده.