په جرمني کي د مهاجرو ادغام څو لسيزي وخت نيسي
۱۳۹۶ مرداد ۲, دوشنبهد جرمني جمهوررئيس فرانک والتر شټاين ماير له (ZDF) تلويزيون سره په مرکه کي ويلي دي چي د مهاجرو د ادغام له پاره يوه صادقانه ټولنيز بحث ته اړتيا ده. هغه په دغه مرکه کي ويلي دي: «موږ بايد تر ټولو موضوعاتو دمخه خلکو ته ووايو چي ادغام يو ستر کار دئ چي کیدای سي لسيزي وخت ونيسي.»
شټاين ماير د جرمني د پخواني جمهوررئيس يوآخيم گاوک هغه جمله تکرار کړه چي ويلي ئې ول: «زړه مو لوی خو امکانات مو ختمېدونکي دي». خو وويل چي د پخواني جمهوررئيس دغه خبري په دې معنی نه دي چي خوندي توب ته د اړو کسانو د ساتلو له پاره دي حداکثر حد وټاکل سي. د هغه په خبره مهم دا دي چي په ټولنه کي د قطب بندۍ مخه ونيوله سي: «له يوه اړخه ځيني وايي چي د مهاجرو ادغام ستونزمن نه دی. بلي خوا ته بيا داسي کسان سته چي يوازي پر ستونزو باندي ږغيږي.»
د جرمني د جمهوررئيس په خبره، ځيني منتقدان فکر کوي چي گويا سياستوالو د مهاجرو د ادغام په برخه کي خلک يوازي پرې ايښي دي، خو هغه دې قضې ته داسي نه گوري.
شټاين ماير د خپلو خبرو په يوه برخه کي څرگنده کړه چي د هيواد ځينو ايالتونو د سفر پرمهال متوجه سوی دئ چي له مهاجرو سره د مرستي، له هغوی سره د ژبي په زده کړه او حرفوي کورسونو کي ډېر «ابتکارونه او فعاليتونه» سته.
هغه دغه راز له هغو مهاجرو چي تازه د جرمني ټولني ته راغلي دي وغوښتل: «زموږ عنعناتو ته احترام وکړئ او تر ټولو دمخه زموږ په ټولنه کي حاکمو قوانينو ته احترام وکړئ.»
زموږ له ارشيف څخه: