په جرمني کي د ايستر مارشونه تر سره سول
۱۳۹۴ فروردین ۱۶, یکشنبهد عیسوي ایستر اختر د دوشنبه تر ورځي (د ۲۰۱۵م کال د اپريل ۶مه) پوري به په جرمني کي مجموعأ ۸۰ مارشونه تر سره سي. د سولې دغه غورځنگ په هغو کي د زرهاوو خلکو د گډون انتظار کوي. د ایستر اختر د عنعنوي مارشونو د سازمان ورکونکو د معلوماتو پراساس همدا د شنبه په ورځ (د اپريل ۵مه) لا په ټوله جرمني کي په زرهاوو انسانانو په هغو کي برخه واخیستله.
د شنبې په ورځ تر ټولو لوی مارش د نوردراین ویسټفالن د ایالت په دویسبورگ کي شروع سو، چي درې ورځي به د راین د رود او رُوه د شاوخوا سیمي په زرهاوو خلگ پکښی گډون وکړي. سازمان ورکونکو ویلی دي، چي د هوا د خرابۍ او بارانونو سربیره بیا هم په هغو کي تقریبأ د پروسږکال په اندازه خلگو گډون کړی ؤ.
د یوې سوسیالي اروپا دپاره
د ایستر دمارشونو غورځنگ په اروپا کي د جنگي پروپاگنډ او تهدیدونو پر ضد دی او د دې کبله هم هر کال د سولي په خاطر دغه ډول مارشونه تر سره کیږي. د غورځنگ ویاند ویلي وان اویان وايي: «موږ هیڅ جنگ نه غواړو. موږ یوه نظامي او تسلیحاتي اروپا نه، بلکه سوسیاله اروپا غواړو.»
د سولي د دغه غورځنگ په غوښتنو کي، د وسلو د صادراتو بندیدل، د ناټو د تأسیساتو تړل کیدل، په خارج کي د الماني پوځ د ماموریتونو نه اجرأ کیدل، د نظامي تحقیقاتو توقف او د اټومي وسلو له منځه وړل شامل دي.
د یورانیمو د فابریکو سره مظاهرې
د موسټرلنډ د گروناو په ناحیه کي تقریبأ ۳۵۰ مظاهره کونکو د اورینکو په نامه یورانیمو د غني کولو د دستگاه د تړل کیدو غوښتنه وکړه. په دغه فابریکه کي داسي مواد هم تولیدیږي، چي اټومي وسلې ځیني جوړیدلای سي.
همدارنگه د راین لنډ فالس د ایالت د فلیگرهورست بویشل په ناحیه کي د الماني پوځ د قرارګاه سره هم احتجاجونه رامنځته سول. د الماني پوځ دغه ساحه یوازنی ځای دی، چي پکښي امریکايي اټومي وسلي ځای پر ځای کیږي.
اوکراین، سوریه او اسلامي دولت IS ډله
سږکال د ایستر دمارشونو گډون کونکو تر ټولو دمخه د اوکراین خطرناکه حالت، په سوریه کي دوامداره داخلي جنگونو او د اسلامي دولت IS ډلي تهدیدونو ته اشاره وکړه.
د ایستر مارشونو ۷۰ کاله دمخه د دوهم عمومي جنگ ختمیدلو یادونه هم وکړه. د دغه غورځنگ سازمان ورکونکو په ډیرو ښارونو، لکه برلین، هانوور، مونشن او نورو کي هم د مارشونو او احتجاجونو د سرته رسولو غوښتنه کړې وه.
پروسږکال د ایستر دمارشونو په جریان کي تقریبأ ۳۰۰۰۰ کسانو په مظاهرو، اعتصابونو، بایسکل چلولو مسابقو، ډله ایزو چکر وهلو او سولي جشنونو کي برخه اخیستې وه.
د ایستر مارشونه اصلأ د ساړه جنگ د زمانې څخه د تسلیحاتي مسابقې پر ضد شروع سوي دي. دغه مارشونه په ۱۹۶۸ او ۱۹۸۳ م کلونو کي د پخواني غربي المان پر وخت خپل اوج ته ورسیدل.