1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په تیرو څلورو ورځو کې ډنمارک دوو چاودنو لړزولی

۱۳۹۸ مرداد ۱۹, شنبه

د ډنمارک په کوپنهاګن ښار کې یوې چاودنې د پولیسو یو مرکز په نخښه کړی دی. دا په تیرو څلورو ورځو کې دوهمه چاودنه ده چې د اروپا دغه هیواد لړزوي. د چارواکو په خبره په دې چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

https://p.dw.com/p/3Nh3f
Dänemark Explosion in Kopenhagen
انځور: Reuters/Ritzau Scanpix/P. Davali

د ډنمارک د کوپنهاګن ښار پولیس د یادې چاودنې پخلی کوي او وايي چې نن د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اګست ۱۰مه) د کوپنهاګن ښار په نوربرو سیمه کې د دوی په یوه مرکز کې چاودنه شوې ده. د «اکسترا بلادت» په نامه یوې ډنمارکۍ ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي چې اوسمهال پولیس د یوه داسې کس په لټه کې دي چې د چاودنې له سیمې څخه د تیښتې په حال کې وو. تر اوسه پورې د دې چاودنې ډول نه دی مشخص شوی. د رپوټ په حواله یادې چاودنې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې سه شنبې په ورځ د دڼمارک په کوپنهاګن ښار کې د مالیاتو د یوې ځايي ادارې مخې ته دغه راز یوه چاودنه شوې وه. په دې چاودنه کې یو کس په سطحي توګه ټپي شوی وو او د چاودنې سیمې ته څیرمه د ځینو ودانو ښیښې ماتې شوې وې.

پولیس په دې باور وو چې د تیرې سه شنبې ورځې چاودنه یو قصدي کار وو. تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې یادې چاودنې په خپلو کې ربط لري او که نه. د دې ټولو سربیره، ډنمارک چې ۵،۷ میلیونه نفوس لري، ډیر کم د دغه راز پیښو شاهد وي.