1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په تیرو لسو کلونو کې ۱۷۰ ښځې په ایران کې اعدام شوي»

۱۴۰۰ آذر ۲۵, پنجشنبه

د بشري حقونو منابع وايي په ایران کې یوازې په روان میلادي کال کې ۱۱۶ کسان اعدام شوي چې پنځه يې ښځې دي. تیرکال دغه شمیر یوازې ۲۵ کسان وو.

https://p.dw.com/p/44MLM
Symbolbild Iran Hinrichtung
انځور: Loredana Sangiuliano/SOPA Images via ZUMA Press Wire/picture alliance

په ایران کې دغه شمیر کسان داسې وخت اعدام شوي چې دغه هیواد د مخدره موادو جرمونو د اعدام په قانون کې تعدیل راورستی دی.

د بشر حقونو منابع وايي چې روان میلادي کال په ایران کې ډېري ښځې اعدام شوي. په ایران کې د اعدامونو د لړۍ په هکله د بشري سازمانونو اندېښنې ډيرې کړي دي. دوی وايي د ډيری دغو اعدام شوو ښځو جرمونه د خپل میړه قتل دی.

دغه سازمانونه په ایران کې د «قصاص» قانون یو له هغو دلایلو څخه بولي چې سبب شوی چې د کورنیو تاوتریخوالو هغه موارد چې د مېړه له خوا ترسره کیږي، د کورنيو قتلونو په دوسیو کې په نظر کې ونه نيول شي.

د ایران د بشري حقونو سازمان چې مرکز يې د ناروې په پلازمېنه »اسلو« کې دی يوه ښځه چې په وروستيو کې په ایران کې اعدام شوې د «سوسن رضايي پور» په نوم ښودلې ده. دغه ښځه د خپل مېړه د قتل په تور چې د تره زوی يې هم وو، د لړم میاشتې پر پنځمه اعدام شوې ده.

د مقتول کورنۍ له خوا د مجرم نه بخښل

د ایران د بشري حقونو سازمان د رپوټ په حواله، مېرمن رضايي پور، شپږ کاله په زندان کې وه، خو د مقتول ولي چې د هغې تره هم دی د هغې له بخښنې څخه انکار وکړ او د قصاص غوښتنه يې وکړه.

دغه سازمان د یوې باخبره منبعې په نقل لیکلي دي چې مېرمن رضايي پور په خپلو اعترافاتو کې ويلي وو چې مېړه يې د پيښې په ورځ تر غرمې وروسته په نشه حالت کې کور ته راستون شو او هغه یې ووهله. هغې دغه راز ويلي دي چې «ما نور نه شو کولای تحمل وکړم.»

د ایران د بشري حقونو سازمان یوازې په روان کال کې لږ تر لږه د ۱۵ ښځو نومونه ثبت کړي، چې اعدام شوي دي. دغه راز ويل شوي چې په ایران کې له ۲۰۱۰م کال راهیسې ۱۷۰ ښځې اعدام شوي دي.

په بدو کې د نجونو ورکول

د دغه سازمان مدیر، محمود امیري مقدم وايي چې د ښځو د اعدامونو تر څنګ، په ایران کې د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنې وړ نور موارد هم شته، لکه د «آزار او اذیت موارد، په کم سن کې ودول او په دودیزو سیمو کې د دوو قبیلو تر منځ د شخړو په حل کې په بدو کې د نجونو ورکول.»

امیری مقدم د قصاص قانون د نړیوالو قوانینو سره په تناقض کې ويني، ځکه چې د دغه قانون پر اساس، د مجازاتو مسئولیت د مقتول د کورنۍ پر غاړه اچول کيږي.

ريحانه د ۲۶ کلونو وه چې په دار وځړول شوه

د ښځو د قصاص په دوسیو کې تر ټولو مشهوره دوسیه د ریحانه جباري په اړه ده. هغې په کراتو ويلي ول مقتول چې د اطلاتو وزارت یو پخوانی کارکونکی وو، پر هغې ېې د تيري هوډ درلود او په همدې دليل د ریحانې له خوا په قتل رسیدلی وو. هغې دا هم ویلي ول چې د تحقیقاتو پر وخت شکنجه شوې وه. د هغې د نجات له پاره يو نړیوال کمپاین هم جوړ شوی وو. ريحانه د داخلي او نړیوالي اعتراضونو سره سره د ۱۳۹۳ لمريز کال په مني کې چې هغه وخت د ۲۶ کلونو وه په دار وځړول شوه. هغه ځکه چې د مقتول کورنۍ د هغې بخښنې ته حاضره نه شوه.

يولیا بوربن فرناندز، په پاریس کې «ټول د اعدام پر ضد» په نوم د یوې ټولنې غړې ده. هغه په ایران کې د ښځو د اعدامونو لوړ ګراف دلیل مردسالاري او تبعیض بولي. هغې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «اکثرو [اعدام شوو ښځو] هڅه کړې چې د تجاوز یا د کورنیو تاوتريخوالو په نورو مواردو کې له ځانه دفاع وکړي چې دوی ته یو ډول انفجاري شرایط رامخته شوي دي.»

«ډېري قرباني ښځي فقيرې دي»

د بشر حقونو ډېر فعالان وايي، اکثره دغه ډول موارد په ليرو پرتو سیمو کې پيښ شوي دي.

په واشنګټن کې د عبدالرحمن برومند په نوم بنسټ څخه رویا برومند د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «ډېري دغه ښځې فقیري دي او د کورنیو له خوا يې شړل شوي دي. په همدې دليل هغوی ډيرې زیان منونکې او زموږ له لاسرسي نه لرې دي.»

د برومند بنسټ د شاوخوا ۱۰۰ ښځو دوسيې ټولې کړي چې په هغوی کې داسې ښځې شاملې دي چې په ایران کې د قتل یا زنا په جرمونو اعدام شوي دي. دغه بنسټ وايي اکثره دغه ښځې د کورنیو تاوتریخوالو، وخت دمخه ودونو او په ایران کې د طلاق د سختو شرایطو له امله په قتل رسيدلي دي.

ایران تر چین وروسته د نړۍ په سطحه د اعدامونو تر ټولو لوړ آمار لري. په ۱۳۹۶ لمريز کال کې ایران يو قانون تصویب کړ چې د هغه پر اساس د مخدره موادو پورې اړوند مجرمان نه اعدامیږي چې په همدې دلیل د اعدامونو آمار د یوې مودې له پاره راښکته شول، خو وروسته بیرته مخ په پورته کیدو شول.

مخدره مواد او اعدام

یوازې په روان میلادي کال کې له ۱۰۰ ډير کسان یوازې د مخدره موادو د قاچاق په دلیل اعدام شوي دي چې ښځې هم په کې دي. دویچه فارسي په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې هغه ښځې چې په وروستیو کې د مخدره موادو په ارتباط اعدام شوي، یوه يې مریم خاکپور ده چې ۴۱ کلنه وه. د ایران د بشر حقونو سازمان په خبره هغه د نومبر په ۲۵مه په اصفهان کې اعدام شوه. د هغې مېړه هم مجرم وپيژندل شو خو هغه یوازې د زندان حکم يې واخیست.

د دغه سازمان د رپوټ پر اساس، د دسمبر پر ۸مه هم شپږ کسان د مخدره موادو په جرم په کرمان کې اعدام شول چې په هغو کې هم درې تنه يې ښځې وې. په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو سازمان په روان کال کې د لږ تر لږه ۱۱۶ بندیانو کوم چې اعدام شوي، نوملړ جوړ کړی چې پنځه يې ښځې دي.

دویچه ویله ف/م.ک.ص./ن.ز.