په تونس کې د اضطراري حالت قوانین وغځول شول
۱۳۹۱ فروردین ۱۴, دوشنبهاعلان
په تونس کې د ۲۰۱۱ میلادي کال په سر کې د اضطراري حالت د نافذو شوو قوانینو موده د پنځم ځل لپاره غځول شوې ده. د ولسمشر منصف مارزوکي، له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې د بیړني حالت قوانین به د اپریل د میاشتې تر پای پورې پاتې وي. د دې دلیل په ګڼو سیمو کې د بې نظمې د رامنځته کیدو خطر په ګوته شوې دئ. په عینې وخت کې په اعلامیه کې ویل شوي دي چې په تیرو اونیو کې امنیتي وضعه ښه شوې ده.
د اضطراري حالت قوانین د نورو سربیره پولیسو او عسکرو ته په داسې حالت کې چې د دوی له خوا ورکړل شوي هدایات ونه منل شي، په انسانانو د ډزو د کولو اجازه ورکوي. دغه قوانین د پخواني ولس مشر زین العابدین بن علي په ضد د مظاهرو وروسته لګول شوې وو.