1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تهران کې د طالبانو پرته د افغانستان په هکله غونډه

۱۴۰۰ آبان ۵, چهارشنبه

د ایران پلازمېنه تهران د افغانستان د سیاسي راتلونکي په تړاو د یوې غونډې کوربتوب کوي. خو په دغه غونډه کې د افغانستان نوي واکمنان ونډه نه لري.

https://p.dw.com/p/42E3a
Iran | Sitzung in Teheran
انځور: IRNA

دغه غونډه چې د چهارشنبې په ورځ تر کيږي د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو ایران، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران پکې په حضوري بڼه ګډون کوي. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې په دغه کنفرانس کې به د ویډیویي کنفرانس له لارې د چین او روسیې مخکښ دیپلوماتان هم ګډون وکړي.

د خبري آژانسونو د رپوټ له مخې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به د دغه یوه ورځني کنفرانس پرانیستنه وکړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په وینا د ایران له پاره تر ټولو لومړۍ دا موضوع مطرح ده چې ټولې سیاسي ډلې د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې ونډه ولري. د هغه په خبره دغه هدف ته د رسیدو له پاره باید ټول ګاونډي هیوادونه په ګډه رغنده همکاري وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نوموړي ویاند د ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې په عین وخت کې د دغه هیواد په داخلي چارو کې د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې څخه ډډه وشي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل