1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه: د ۴۸ ساعته بندیز په سبب سخته وراخطايي رامنځته سوې

۱۳۹۹ فروردین ۲۳, شنبه

د ترکیې په ۳۰ ښارونو کي د ۴۸ ساعتونو له پاره د کورونو څخه د نه راوتلو او بازاونو تړلو اعلان په خلګو کي سخته وارخطايي رامنځته کړې . د ترکیې د کورنیو چارو وزارت پرون جمعه دغه اعلان وکړاو نن یې سمدلاسه عملي کړ.

https://p.dw.com/p/3amMD
Türkei Geschäfte Ausgangssperre Panikkäufe
انځور: Getty Images/Y. Akgul

د ترکیې د کورنیو چارو دوزارت په حواله دغه ۴۸ ساعته بندیز په ۳۰ ښارونو، د هغې جملې څخه په ملیوني ښار استنابول او انقره کي تطبیقیږي، کوم اعلان چي په خلګو کي یې سخته وارخطايي رامنځته او خلګو په همغه شپه باندي پر دوکانو او مغازو باندي چور جوړ کړ. لکه څنګه چي د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی دی، په انقره او استانبول کي په زرهاوو انسانان راووتل، تر څو خپلي وروستۍ سوداوي وکړي. د غذايي موادو او ترکاریو مغازو او بانکونو مخته اوږده قطارونه جوړ سول، تر دې حده پوري چي په منځ کي یې جنګونه او وهل ټکول رامنځته سول. دغه عاجل قیودات د هغه تر اعلان څو ساعته وروسته نافذ سول.

د استانبول یوې اوسیدونکي، سیمونا همدغه آژانس ته ویلي، چي دې ددغه ډول تدابیرو انتظار درلود، خو نه دا ډول ژراو په لنډ وخت کي . په خبره یې که دغه اعلان سهار سوی وای، نو به موږ دوکانو ته تللي وای او ځانو ته به مو سوداوي رانیولې وای. ځکه نو اوس دغه ډول ګډوډي او انارشي رامنځته سوې ده.

په همدې حال کي بیا د استانبول ښارول، ایکریم امام ګلو کوم چي د اپوزیسون ګوند څخه دی، پر دغو عاجلو وضع سوو تدابیرو باندي انتقاد کړی دی. دئ وايي، چي که څه هم ده ته مخکي د دا ډول یوه اقدام څخه خبر ورکول سوی ؤ، خو د وخت او عاجلو قیوداتو څخه یې نه.