1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکيه کي د ډوب سوو افغان مهاجرو د جسد پيژندلو هڅي

۱۳۹۹ تیر ۱۹, پنجشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چي د ترکیې په وان ولایت کي د یوې کښتۍ د ډوبیدو په غمیزه کي یو شمیر افغان مهاجر هم د قربانیانو په ډله کي شامل دي. دغه کښتۍ تیره اونۍ ډوبه سوې او تر اوسه پوري ټول جسدونه نه دي پيدا سوي.

https://p.dw.com/p/3f0gy
Türkei Stadt Van
انځور: DW/J. Hahn

ترکي چارواکو مخکي ویلي ول چي دغه کښتۍ د جون پر ۲۷ مه د شاوخوا ۶۰ تنو مسافرو په لرلو د وان په جهیل کي ډوبه سوې او په جسدونو پسې لټون لا دوام لري. ویل سوي چي په دغه کښتۍ کي ناست کسان، له افغانستان، ایران او بنګله دیش څخه راغلي مهاجر ول.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چي ښايي د افغان مهاجرو په ګډون ۸۰ تنو په دغه پیښه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی وي. دغه وزارت د قربانیانو له خپلوانو غوښتنه کوي چي د خپلو عزیزانو د اجسادو د پیژندلو له پاره دي په ترکیه او ایران کي د افغانستان سیاسي نمایندګیو ته مراجعه وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چازو وزارت په حواله تر اوسه پوري ۱۳ جسدونه ترلاسه سوي او لکه څنګه چي دغه جسدونه ډیر وخت په اوبو کي ول د هغوی پیژندل سخت کار دی.

وزارت زیاتوي چي ددغي پیښې د څرنګوالي، د اجسادو د معلومولو او د هغوی د انتقال له پاره، په ترکیه کي د افغانستان د سیاسي نمایندګۍ څخه یو درې کسیزه هيئت د پیښي ځای ته تللی دی.

د بهرنيو چارو وزارت ویاند ګران هیواد په کابل کي د یوې خبري ناستي پر مهال په دې اړه وویل: »لومړۍ پلټني ښيي چي په دغه کښتۍ کي د افغان اتباعو په گډون ۸۰ تنه سپاره ول او له کښتۍ چلوونکي پرته نورو ټول کسان مړه سوي دي.

د اجسادو د معلومولو په اړه هلي ځلي

نوموړی وزارت له هغو افغانانو څخه چي فکر کوي خپلوان به یې په دغه پیښه کي له لاسه ورکړي وي، غواړي تر څو د خپلو عزیزانو د هویت سند په درلودو سره، خارجه وزارت او یا هم په ترکیه او ایران کي سیاسي نمایندګیو ته ورسي، تر څو جسدونه وپیژندل سي.

تر اوسه پوري ددې پیښي په تړاو د ژوندي پاته سوي کښتۍ چلوونکي په شمول ۱۱ تنه د ترکیې د پولیسو له خوا نیول سوي دي.

دغیرقانوني مهاجرت په اړه خبرداری

د بهرنيو چارو وزارت یو وار بیا له افغانانو غواړي چي له غیر قانوني سفرونو څخه ډډه وکړي. هیواد په دې اړه ټینګار کوي چي « موږ پرخپلو هیوادوالو ږغ کوو چي په خپلو کورونو کي پاته سئ، په قانوني ډول سفر وکړئ او له قاچاقبرانو سره له غیرقانوني سفرونو څخه ډډه وکړئ.»