1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په تخار کې ۳۵ پولیس سرتیري وژل شوي

۱۳۹۸ مرداد ۳, پنجشنبه

افغان چارواکي وايي چې د ملي پولیسو پر یوې قرار ګاه باندې د طالبانو په برید کې ۳۵ پولیس وژل شوشي دي. د ځايي چارواکو په خبره د دې پنځه ساعته جګړې په پایله کې ۱۲ نور پولیس ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3MgyR
Afghanistan Anschlag auf Polizeiquartier in Kandahar
انځور: Reutes/I. Sameem

د تخار ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دې ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې قرارګاه باندې د طالبانو په برید کې ۳۵ پولیس وژل شوي دي.

د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ پخواني ولسوال سید محراب الدین د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د چهارشنبې په ماښام په دې پنځه ساعته وسله واله نښته کې۱۲ نور پولیس سرتیري ټپیان شوي دي.

د تخار دغه پخواني چارواکي همدا راز وویل چې طالب جنګیاليو د پولیسو پر یوې قرار ګاه او درو امنیتي پوستو بریدونه کړې دي. په ورته وخت کې د تخار د ولایتي شورا غړی مولولي کرامت الله بیا وايي چې په یاده وسله واله نښته کې ۴۳ پولیس وژل شوي او نهه تنه نور لادرکه دي.

نوموړي زیاته کړې چې طالبانو د پولیسو یاده قرارګاه نیولې وه او تر بیرته پریښودو وړاندې یې هغه په بشپړه توګه ویجاړه کړې ده.

DPA /KH-NZ