1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د تخار پر څلورو ولسواليو حملې کړې

۱۳۹۸ شهریور ۸, جمعه

د تخار د ولايتي شورا رئيس وايي چې د طالبانو په حملو کې ۱۹ امنيتي ځواکونه وژل شوي او يو شمير ټپيان دي. چاروکي وايي طالبانو د چاه آب ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ او ولسوالۍ ودانۍ هم سوځولي دي. د ملکيانو د وژل کيدو هم ويل شوي.

https://p.dw.com/p/3OkQe
Afghanistan Taliban
آرشيفانځور: picture-alliance/AP Photo

د تخار د ولايتي شورا رئيس وفي الله رحماني دويچه ويله ته وويل چې طالبانو تيره شپه (د اګست ۲۹مه) دولس بجې د تخار پر بهارک، درقد، ينګي قلعه او چاه آب ولسواليو کې ډله ايز بريدونه ترسره کړل چې په ترڅ کې يې افغان امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

رحماني وويل: «په بهارک ولسوالۍ کې ۵ ملي پوليس او ۳ ملي پاڅون کوونکي وژل شوي دي او يو شمېر نور ټپيان دي.»

د ولايتي شورا رئيس وويل، تر ټولو ډير تلفات په درقدر ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو ته اوښتي دي: «په دغې ولسوالۍ کې د ملي پوځ يوولس سرتيري وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.»

رحماني زياته کړه، طالبانو د تيرې شپې په حملو کې د چاه آب ولسوالۍ د امنيې قومندانۍ ساختمان هم تصرف کړ چې بيا يې ورته اور اچولی دی.

د نوموړي په وينا د سوځيدلې قومنداني ودانۍ اوس بيرته د امنيتي ځواکونو په لاس کې ده. هغه زیاته کړه چې د ډزو له امله، د چاه آب ولسوالۍ په ښار کې د لرګيو يو سرای او يو شمير دوکانونه هم سوځيدلي چې له امله يې خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.

د چاه آب ولسوالۍ اوسيدونکی حبيب الله چې له دغو جګړو څخه بلې سيمه ته تښتيدلی، دويچه ويله ته وويل چې په دغو حملو کې يو شمير ملکيان هم وژل شوي دي. هغه وويل: «دوه وژل شوي ملکيان مې په خپلو سترګو وليدل او ما يې زنې وروتړلې.»

حبيب الله وويل د چاه آب ولسوالۍ يو شمير کورنۍ د جګړو له امله امن ځايونه ته وتلي دي. هغه د حکومت امنيتي ارګانونه په ناغيړۍ او بې کفايتۍ تورن کړل چې په وينا ېې نن د چاه آب ولسوالۍ اوسيدونکي په خاورو او وينو کې پراته دي.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالخلیل اسير هم امنيتي ځواکونو ته اوښتي تلفات مني، خو زياتوي چې امنيتي ځواکونو طالبانو ته يې هم درانه تلفات اوړولي دي: «هغوی [طالبان] په لسونو کسان مړه او ټپيان لري، هم په درقد ولسوالۍ او هم په چاه آب کې» خو اسير په دواړو مورادو کې د طالبانو د تلفاتو کره شميره ونه ښوده.

هغه وويل په چاه آب ولسوالۍ کې همدا اوس جګړه روانه ده، نو ځکه د طالبانو د تلفاتو کره شميره لا نه ده روښانه.د تخار د پوليسو وياند دا هم وويل چې طالبانو د دغې ولسوالۍ د ساختمان یوه برخه هم سوځولې ده.

د دې تخار په چاه آب ولسوالۍ کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي او جمعيت اسلامي ګوند پورې اړوند دوه ځايي قوماندان هم له کلونو راهيسې اختلافات لري.

د چاه آب ولسوالۍ اوسيدونکي حبيب الله، تور ولګاوه چې طالبانو پر دغې ولسوالۍ د تيرې شپې حملې، د دغو دوو قومندانانو څخه د يوه په ملاتړ ترسره کړې ده. خو د تخار د پوليسو وياند بيا د خلکو دغه ډول څرګندونې رد کړې. اسير وويل: «طالب، طالب دی. د دغو حملو ربط موږ افرادو او اشخاصو پورې نه کوو څنګه چې خلک وايي.»

د تخار د پوليسو وياند په وينا اوس مهال طالبان د چاه آب ولسوالۍ له مرکز څخه وښکل شوی او جګړه له ښاره بهر ځای ځای ادامه لري.

م ک ص/ ن ز