په تایلند کې د بریدونو هدف اسرائیلي وگړي ول
۱۳۹۰ بهمن ۲۷, پنجشنبهاعلان
د تایلند د پولیسو مشر ویلي دي چې هغه درې تنه ایرانیان چې د وروستیو بریدونو په تړاو په دغه هیواد کې نیول شوي دي، تایلند ته د اسرائیلي وگړو د په نښه کولو له پاره رسیدلي ول. هغه زیاته کړې ده چې دغو کسانو په خاصه توگه غوښتل چي اسرائیلي دیپلوماتان په نښه کړي.