په تاجیکستان کې د یوه اسلامپاله ګوند د ۱۳ غړو محاکمه پیل شوه
۱۳۹۴ بهمن ۲۱, چهارشنبهد تاجیکستان د ستري محکمې یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغو کسانو محکمه د تړلو دروازو تر شا ترسره کیږي. هغه زیاته کړې ده چې پر ۱۳ تنو تورنو کسانو باندي د اساسي قانون د نظم له منځه وړلو او د یوې جرمي ډلي جوړولو تورونه لګول شوي دي.
د مرکزي آسیا د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د تیر کال په سپتمبر میاشت کې د امنیتي ځواکونو او د هغه وخت ګوښه شوي دفاع وزیر مرستیال پلویانو تر منځ د نښتو په پایله کې تر پنځوسو ډیر کسان ووژل شول.
له دې تاوتریخوالي سره په تړاو ټول ټال ۱۹۹ کسان نیول شوي دي. چارواکو ویلي دي چې د دې تاوتریخوالي په پایله کې د تاجیکستان د دفاع وزیر مرستیال عبدال الیم نظرزاده، او د هغه ۳۷ ملګري ووژل شول. پر دې سربیره د نښتو په پایله کې ۱۴ تاجیکي عسکر ووژل شول.
د تاجیکستان حکومت تیر کال د «تاجیکستان اسلامي نشأت ګوند» فعالیتونه منع کړل. دې ګوند په وار وار سره ویلي دي چې د تیر کال په نښتو کې یې لاس نه لاره.
امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د دغه ګوند د فعالیتونو پر بندیدو او همداراز د هغه د مشرانو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د بشري حقونو مدافع سازمانونو ویلي دي چې د دې ګوند نیول شوي غړي کیدای شي چې د دولتي ځواکونو له خوا د توقیف پر مهال وربړول شي.
منتقدین وایي چې د تاجیکستان حکومت له دې محکمې سره هڅه کوي چې د دغه هیواد اوسیدونکو د اسلام تر منځ واټن ډیر کړي.
په وروستیو وختونو کې په تاجیکستان کې هم اسلامي افراطیت یو څه زور اخیستی دی. ویل کیږي چې د دې هیواد په سونو اوسیدونکي په عراق او سوريه کې له داعش سره یوځای شوي دي.
له بلې خوا داسې رپوټونه هم شته چې د تاجیکستان پولیس په زور سره د خپل هیواد د یو شمیر وګړو ږیري خريي. د هیواد پارلمان هم داسې یو قانون تصویب کړی دی چې له مخې یې تاجيکان نه شي کولای پر خپلو ماشومانو باندي عربي نومونه کښېږدي.