په تاجیکستان کې د شاه منصور بازار
د انځورونو په دغه البم کې د تاجیکستان د شاه منصور بازار وینئ، چې پروین سعادتي جوړ کړی دی. په دغه بازار کې د دودیزو خوړو او ورځني ژوند سره تړاو درلودونکي شیان لیدل کیږي.
د شاه منصور بازار، ډیر مشهور او پخوانی بازار دی چې اوس یې پخوانی رونق نه شته او ډیری کسبه کاران پکښې ترکاري او تازه میوه پلوري.
د شاه منصور بازار د دوشنبې ښار په شمال کې یو له زړه پورې سوداگریزو مرکزونو څخه دی.
په بازار کې بیلابیلې مسالې او نور توکي هم پلورل کیږي.
شاه منصور بازار کې اوسمهال زیاتر ترکاري او تازه میوه خرڅیږي.
د تاجیکستان د دوشنبې ښار په شاه منصور بازار کې وچه میوه هم خرڅلاو ته وړاندې کیږي.
د دوشنبې ښار دغه بازار ۸۰ کاله زوړوالی لري.
په شاه منصور بازاز تاجیکي دودیزي خولۍ
د شاه منصور بازار، په دوشنبه ښار کې د لیدو وړ ځایونو په توگه پيژندل شوی.
در شهر دوشنبه چهار بازار اصلی وجود دارد که خرید عمده مردم از این بازارها انجام میشود.
د شاه منصور بازار تر څنگ د ښار له مرکز څخه وړاندې د سخاوت بازار او د کاروان بازار د دوشنبې ښار نور بازارونه دي.
په شاه منصور بازار کې زیاتره پلورونکي تاجیکې میرمني دي.
په دغه بازار کې د ورځني ژوند هر ډول ضروروتونه موندل کیږي.