په بېلابېلو کلتورونو کي د سرپټي معنی څه ده؟
خولۍ، پوړني يا د غاړي شال له سونو کلونو راهيسي دود دي. خو اوس له موډه وتلي دي. ولي؟ د آلمان په شتوتگارت ښار کې يو نندارتون د دوی د سمبولیک ځواک په اړه څرګندوني لري.
څه چې د سینګار له پاره وي، اجازه يې شته
دغه شان خولۍ چي له جنت څخه د راغلي مرغۍ د ناستي ځای ښيي، د ۱۹ پيړۍ په پيل کي ښځو پرسر کوله چي د خلکو پام ځان ته راواړوي.
خولۍ خلک جوړوي
هر مذهب په خپل ډول سرپټی لري. دلته په عکس کې يوه عیسوي کورنۍ ښکاري. په نولسمه پيړۍ کې هغه د کلتوري بنسټ بیلګه ګڼل کيده. هغوی به ټولو خولۍ پر سر کولې. د آلمان په اولينګن ښارګوټي کې هم خولې پر سر کیدلې.
تر پوښ لاندي پټ
دغه شان خولۍ په لومړي يوه نظامی خولۍ وه، وروسته د پلیسو خولۍ هم شوه. دا له پرس شوي چرم څخه د فلزاتو په کلکوالې سره جوړه شوې ده.
د ترامپ پر ضد خولۍ
په ۲۰۱۷م کال کې دغه يو څه کم وزن لرونکې ګلابې رنګه خولۍ هغه مهال ډير شهرت تر لاسه کړ، چې په زرګونو امريکایانو د نوی ټاکل شوی ولسمشر دونالد ترامپ پر ضد د واشنګتن سړکونو ته راووتل او مظاهرې يې وکړې. دغه د (ميرمنو مارش) د دونالد ترامپ پر ضد له ښځو سره د هغه د دښمنۍ له کبله وو.
په جګړه کې د ساه اخیستلو ماسک
دغه د ساه اخيستلو خاص ماسکونه يا خولۍ دي چې په لومړۍ او دویمه نړيواله جګړه کې به عسکرو له زهری ګازونو څخه د ژغورنې له پاره پر سر کولې. اوس مهال دا د آلمان شتوتګارد ښار د( تاريخ کور) تر مخې رازړیږي.
پر پوړنې بنديز
د پوړني د بنديز پرضد، مسلمانه فرشته لودين په ښوونځي کي د تدريس پرمهال د پوړني د ممانعت پرضد د آلمان د اساسي قانوني د خونديتوب ترمحکمې پوري ولاړه. دغه د پوړنې پر سر کولو شخړې د آلمان خلک پردوو برخو وويشل، چې ډيری پکې د زغم پلویان ول.