په بګرام کې د امریکايي عسکرو پر کتار برید پنځه تنه ټپیان کړي
۱۳۹۶ شهریور ۲۰, دوشنبهطالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده. تر دې مخکې هم یوه ځانمرګي برید کوونکي په بګرام کې د امریکايي ځواکونو اډې ته نزدې خپل ځان والوزاوه.
دا برید تر هغه وروسته کیږي چې طالبانو د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا د افغانستان د ستراتیژي تر اعلان وروسته، ویلي ول چې افغانستان به د امریکایانو په گورستان باندي بدل کړي.
په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو یوه ویاند کپتان ویلیم سالوین، د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي دي: «په پیښه کې دوه امریکایي سرتیري ټپیان شوي دي خو د ټپونو له کبله یې ژوند ته ګواښ نه شته.»
د پروان ولایت د پولیس مشر محمد زمان ماموزي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په پیښه کې درې تنه ملکیان هم ټپیان شوي دي.
طالبانو د پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده چې پکښې یې امریکایي ځواکونو ته د لوړو تلفاتو اړولو ادعا کړې ده. خو دغه ډله ډیر وخت په خپلو بریدونو کې د ډیري مرګژوبلې ادعا کوي.
تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چې ایا وروستی برید د امریکایي ځواکونو له خوا د یوې تبلیغاتي پاڼې له ویشلو سره تړاو لري او که نه.
په دغه پاڼه کې کلمه طيبې ته سپکاوی شوی وو، چې له کبله یې امریکایي ځواکونو هم بخښنه وغوښته او ټینګار یې وکړه چې دغه شان پیښې به بیا رامنځ ته نه شي.
زموږ له ارشيف څخه: