په بنگله دېش کي مظاهرې
۱۳۹۱ دی ۱۷, یکشنبهاعلان
په بنګله دېش کې پوليسو پر هغو مظاهره چيانو باندي، چې غوښتل يې عمومي اعتصاب اعلان کړي، ربړي ګولۍ اورولي او اوښکي بهونکي ګاز يې کار ولی دی. د ۱۸ مخالفو ګوندونو يو اتحاد له سهاره تر ماښامه اعتصاب کړی دی، ځکه چې د تېلو بيه ۹ سلنه لوړه شوې ده. حکومت وايي بيي ځکه لوړي سوي دي چې هڅه کوي د بيو د کښته ساتلو له پاره دولتي مرستې لېرې کړي. انتقاد کوونکي وايي چې له دې لارې به انفلاسيون او د خلکو ستونزي لا پسې ډېريږي. په ډهکه کې د «سوموي» په نوم تلويزيون راپور ورکړ چې مظاهره چيانو په خپل لاس جوړ شوي بمونه استعمال کړل، چې لږ تر لږه شپږو موټرو ته هم اور اچول شوی دی.