په بلغاريا کي د يوه افغان کډوال نقاشي
په بلغاريا کي يوه افغان کډوال د انځور په ژبه په افغانستان کي سته ستونزي بيان کړي دي. هغه تر اوسه پوري د بلغاريا په پلازمېنه صوفيه کي درې واري نندارتون پرانيستلی.
مراد شريفي
افغان کډوال مراد شريفي په صوفيه کي د کډوالو په یوه کمپ کي اوسيږي.
ښځو ته حدوديتونه
مراد وايي چي حرفوي نقاش نه دئ، خو کډوالۍ دې ته اړ کړی دئ چي نقاشي وکړي.
هغه په اول سره کي په صوفيه کي له خلکو ته د نقاشۍ په ژبه د افغانستان ستونزي بيان کړي دي.
مراد په دغه نقاشي کي پر افغانانو باندي د جنگ تاثيرات بيان کړي دي.
مراد تر اوسه پوري په بلغاريا کي درې واري د نقاشیو نندارتون پرانستلی.
د کډوالو په کمپ کي نندارتون
هغه د کډوالو په کمپ او سره صليب په دفتر کي نندارتونونه پرانيستلي دي.
د ښځو خرڅلاو
شريفي وايي تر اوسه هيچا په دې برخه کي چي حرفوي نقاشي زده کړي مرسته نه ده کړې.
نړيوال ملاتړ
مراد وايي، که څه هم نقاشي ئې حرفوي نه ده خو بيا ئې هم په بلغاريا کي د افغانستان په اړه د خلکو پاملرنه راجلب کړې ده.
د کډوالو وضعيت
دا چي مراد په خپله هم کډوال دی، نقاشيو ئې ډېره پاملرنه راجلب کړې ده.
جنسي تيری
د مراد نقاشي تر ډېره ځايه له ښځو سره پر زورزياتي باندي راڅرخي.
سنگسار
په دې انځور کي مراد ښوولې ده چي يوه ښځه څرنگه سنگسار کيږي.
صحرايي محکمه
په دې انځور کي په عام محضر کي د يوې صحرايي محکمې حکم ښوول کيږي.
کورنۍ تاوتريخوالی
په افغانستان کي په دې وروستيو کي کورنی زورزياتی بېخي ډېر سوی دئ. تر دې پوري چي د ښځو پزه او شونډي لا پرې سوي دي.
د ښوونځی سوځول
په دغه نقاشۍ کي د وسله والو له خوا د ښوونځيو سوځول هم بيان سوي دي.
ديني او مذهبي اقليتونه
په دغه انځور کي مراد دافغانستان هندوان ښيي، چي هندو سوز ته د خپل مړي د رسولو اجازه نه ورکول کيږي.