په بلخ کې د طالبانو برید اووه عسکر وژلي دي
۱۳۹۸ دی ۳, سهشنبهد اسوشيتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ملي دفاع وزارت له لوري په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د سهار پر څلور نیمو بجو «دښمن» د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د خیلي ګلي، په سیمه کې د ملي اردو او ملي امنیت پر یوه ګډه پوسته برید کړی دی.
ویل شوي دي چې په دغه برید کې د امنیتي ځواکونو نور شپږ تنه ټپیان شوي هم دي. په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې په دې هکله پلټنې دوام لري.
د یاد خبري آژانس په وینا طالبانو د دغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی او ویلې یې دي چې څلور امنیتي ځواکونه یې نیولي دي او له پوستې څخه یې وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي. خو د دفاع وزارت د څلورو امنیتي ځواکونو د نیولو یادونه نه ده کړې.
طالبان چې د پخوا په پرتله اوس ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې لري، له امریکا متحده ایالاتو سره د سولې پر مذاکراتو سربیره کابو هره ورځ پر امریکايي او افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
په متقابلو فیرونو او د یاغیانو له لوري د ځای پر ځای شوو سړک د غاړې د ماینونو د چاودولو له کبله ملکیانو ته هم تلفات اوړي.
د دوشنبې په ورځ په کندز ولایت کې یو امریکایي عسکر ووژل شو. طالبانو وویل چې په کندز کې پر امریکایي او افغان ځواکونو د ترسره شوې چاودنې تر شا د دوی لاس وو.