په بلخ کي پنځوس په سلو کي نجوني په کم عمر وديږي
۱۳۸۹ آذر ۲۹, دوشنبهپه شمالي ولايتنو کي تر وخت د مخه د نجونو ودېدل، په بدو کي د نجونو ورکول ، د مېرمنو ځان سوځول او اجباري ودونه هغه پيښي دي چي د ښځو په وړاندي تاوتريخوالی بلل کيږي.
سر بيره پردي چي په افغانستان کي د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د قانون له توشيح څخه يوکا ل تيريږي خو لا هم د ښځو په وړاندي تاوتريخوالي دوام لري.
په مزارشريف کي د شمال زون د بشر د حقونو د اداري مشرقاضي سيد محمد سامع وايي، په شمال او بيا په ځانګړي توګه په بلخ ولايت کي په ټيټ عمر د نجونو وديدل هغه ناوړه دود دی چي دوی يې انديښمن کړي دي.
« د بشري حقونو کمېسيون او د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ څېړني ښي چي په بلخ ولايت کي ۵۰ ٪ په سلوکي نجوني د ۱۴ او ۱۵ کلونو په عمر کي وديږي چي د ټيټ عمر لرونکي ډيری نجوني د ولادت پرمهال خپل ژوند د لاسه ورکوي .»
له بلي خوا هغه راپورچي په دي ورستيوکي د نا وړه دود اوعنعناتو تر سرليک لاندي د ملګرملتونو د عالي کمشنرۍ لخوا خپور سوی دغه سازمان په افغاني ټولنه کي د ښځو په وړاندي له ناوړه دودونو څخه انديښنه ښودلې.
په شمال زون کي د بشري حقونو په څانګه کي د ملګرو ملتونو مسوله مېرمن رضوي نور وايي.« په اجباري توګه او په ټيټ عمر د نجونو وديدل، په بدو کي د نجونو ورکول هغه ناوړه دودونه دي چي د نورو ولايتونو په پرتله په بلخ ولايت کي ډيردي.»
مېرمن رضوي د ښځو په وړاندي د تاو تريخوالي د له مينځه وړلو له قانو څخه د عدلي اوقضاي اورګانو نه پوهاوی هم لويه ننګونه بولي.
په مزارشريف کي د ټولنيزو چاروکارپوه عزيزالرحمن بيا په دې نظر دی چي د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي يو لامل داد چي د فقر له کبله څوک خپل اولاد ته نه ګوري او په ټيټ عمر کي يې د پيسو په بدل کي ورکوي او بل دا چي، خلک د ښځو له حقو قو څخه پوهاوی نه لري.»
په بلخ ولايت کي د بشري حقونو خپلوک کمېسيون د ملګرو ملتونو له دولت څځه غواړي ترڅو د ښځو د حقوقو له ناقضينو سره جدي چلند وکړي. په نړۍ کي روغتيايي سازمانونو هم دا جوته کړي چي د ۱۸ کلونو نه د ټيټ عمر لرونکي بايد واده نکړي.
عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل