په بلجیم کې ژبنۍ شخړه حل شوه
۱۳۹۱ تیر ۲۴, شنبهد بلجیم پارلمان یو شمیر اصلاحات تصویب کړي دي او له دې لاره هڅه کوي چې د هالندي ژبو «فلامنو» او فرانسوي ژبو «والون» تر منځ ژبنۍ لانجې حل کړي.
استازو پریکړه کړې ده چې هغه شخړې حل کړي چې له پنځوسو کلونو راهیسې ئې د «بروکسل – هاله – فیلفورده» ټاکنیزه حوزه چې د دې هیواد پلازمینې ته نزدې پرته ده له ستونزو سره مخامخ کړې وه.
پر دې سربیره د بلجیم پارلمان د نورو اصلاحاتو له پاره هم لاره هواره کړې ده. د نوو اصلاحات په سر کې د حقوقي او ژبنې اهلیت مسئله او بیلا بیلو سیمو ته د پیسو ځانگړې کول راغلي دي.
۵۴۱ ورځې پرته له حکومت څخه
په ۲۰۱۰ کال کې د «بروکسل – هاله – فیلفورده» په سیمه کې ژبنۍ شخړه بلجیم له سختو ستونزو سره مخامخ کړ. دغه هیواد د ۵۴۱ ورځو له پاره کوم حکومت نه لره. اوس نو د نوو اصلاحاتو په پایله کې، په راتلونکې کې داسې کومه ستونزه نه تکراریږي.
د جمعې په ورځ د بروکسل په پارلمان کې ۱۰۶ استازو د «بروکسل – هاله – فیلفورده» په سیمه کې د ټاکنیزو قوانینو د بدلولو په حق کې رایې ورکړې او ۴۲ تنو استازو د دغو بدلونو پر ضد خپلې رایې وکارولې.
ډیرې مخالفې رایې د «ناسیونالیستانو» د گوند غړو ورکړې. هغوی په دې نظر دي چې د «فلاندر» په سیمه کې باید یوازې په هالندي ژبه د خبرو اجازو ورکړل شي. دغه سیمه په اصل کې د فرانسوي ژبو حوزه کې ده خو په رسمي ډول بروکسل پورې تعلق لري. پخپله بروکسل دوه رسمي ژبې لري او د هالندي ژبو «فلاند» حوزې سره تړاو لري. په دې سیمه کې ډیر شمیر بلژیکي فرانسوي ژبي ژوند کوي.
د نوو اصلاحاتو په پایله کې اوس د «معین فلمانها» فرانسوي ژبي وگړي اجازه لري چې په بروکسل او یا هم فلاندر سیمو کې رایې ورکړي. د بلجیم چارواکو د دغو اصلاحاتو هرکلی کړی دئ.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض