په بغداد کې یوه برید تر ۳۰ زیات انسانان وژلي
۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۲, چهارشنبهد پولیسو په حواله د بغداد په الصدر سیمه کې په دغه برید کې تر اوسه د لږ تر لږه ۳۴ تنو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی. په پیښه کې تر۶۰ زیات انسانان ټپيان شوي هم دي. زیاته شوې چې نامعلومو کسانو د بغداد د شمال په دغه شعیه میشته سیمه کې یو موټر بم چوولی دی.
د آلمان د لومړي تلویزیون «ای آر ډي» په حواله د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې د برید مسئولیت منلی دی. دغه افراطي اسلامپالي ډلي په ماضي کې هم دلته پر شیعه مذهبو دغه ډول خونړي بریدونه کړي دي.
په دې ورستیو څو میاشتو کې عراقي ځواکونو د داعش جنګیالي پر شا تنبولي. خو دغه ډله اوس هم د هیواد د لویدیځ ډيري سیمې په ولکه کې لري او له همدې ځای څخه د هیواد په نورو برخو کې بریدونه کوي.
د داعش پر ضد جګړه کې ترکیه هم شامله ده. د ولسمشر رجب طیب اردوغان په حواله تر اوسه ترکي پوځ د داعش ۳۰۰۰ جنګیالي وژلي دي. اردوغان ټینګار کوي چې بل هیڅ هیواد له دغه ډلي سره داسې جګړه نه ده کړې لکه ترکیه چې یې کوي.
د کردانو د کارګر ګوند «پي کې کې» پر ضد د جګړې په ترڅ کې ترکیې د دغه منع شوي ګوند د ۱۱ غړیو د وژل کیدو خبر ورکړی. زیاته شوې چې د «پي کې کې» دغه غړي د ترکیې په سویل ختیځ ایالت هکاري او د عراق په شمال کې وژل شوي دي.