په بغداد کې د ایران د اتومي پروگرام په اړه خبرې پاې ته ورسیدې
۱۳۹۱ خرداد ۵, جمعهد عراق په پلازمینې بغداد کې د ایران او نورو شپږو هیوادونو تر منځ د تهران د شخړه ییز اتومي پروگر پر سر خبرې اترې د پنجشنبې په ورځ پاې ته رسیدلي دي او په دې سره صلاح شوي دي چې د خبرو اترو بل پړاو به په راروانه میاشت کې په مسکو کې تر سره شي.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مشرې کتیرین اشتون دغه دوه ورځنې خبرې اترې ژورې بللي دي. هغې په خپلو خبرو کې وویل چې د پام وړ اختلافات پر ځای پاتې دي خو یو څه د نظر تفاهم رامنځ ته شوی دئ.
د دغه شپږو واوړو هیوادو د غړو د خبرو اترو اصلي هدف ایران د یورانیمو د نه غني کولو په سر یوې موافقې ته رسیدل او پر دې سربیره پلټونکو ته د ایران د اتومي تأسیساتو ته ورتللو اجازه ده. په دغه خبرو اترو کې د ایران له لوري گډون کوونکي سعید جلیلي د ایران دغه دریځ یو ځل بیا تکرار کړی دی چې سوله ییز اتومي پروگرام او د یورانیمو غني کول د ایران هغه حق دئ چې د معاملې وړ نه دئ.