په بغداد کې د امریکا سفارت ته نږدې توغندي لګیدلي دي
۱۳۹۸ بهمن ۲۷, یکشنبهد امریکا د پوځي سرچينو د رپوټونو په حواله چې د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې ۱۶ نیټه) خپاره شوي دي، تیره شپه د عراق په پلازمېنه بغداد کې د امریکا سفارت ته نږدې څو توغندي لګیدلي دي، خو تر اوسه پورې په دې اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي چې پر دغو توغندیو دقیق کوم هدفونه په نښه شوي دي.
د فرانسې خبري آژانس د پلازمېنې بغداد په شاوخوا هغه سیمه کې چې د بهرنیو هیوادونو ډیرې سفارتخانې په کې موجودې دي د څو چاودنو خبر ورکړی دی. د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د بغداد د شنې سیمې په نوم ناحیې څخه د خطر د زنګونو غږونه اوریدل شوي او همدارنګه څو الوتکو پر دې سیمې پروازونه کول.
د تیر کال د اکتوبر میاشتې را په دیخوا په بغداد کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت په شاوخوا کې دا ۱۹ برید دی چې ترسره کیږي.
د امریکا د بی پیلوټه الوتکې په برید کې په عراق کې د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو قوماندان جنرال قاسم سلیماني او د عراقي ملیشو رهبر ابو مهدي المهندس تر وژل کیدو وروسته، د بغداد شنه سیمه څو وارې د بریدونو هدف ګرځول شوې ده.
د یادونې وړ ده چې په عراق کې پر جنرال سلیماني تر برید وروسته، نه یوازې د امریکا متحده ایالاتو او ایران اړیکې خړې پړې شوي دي، بلکې له عراق سره یي هم د امریکا اړیکې په شدید ډول اغیزمنې کړي دي.
د عراق پارلمان د سلماني تر وژل کیدو وروسته له دغه هیواد څخه د امریکا او نورو بهرنیو هیوادونو د ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص