په بریتانیا کې د عراق او افغانستان د جګړې د یادون څلی جوړ شو
۱۳۹۵ اسفند ۱۹, پنجشنبهله ۱۹۹۰م کال راهيسې ۳۰۰۰۰۰ بریتانیاوي ځواکونو د خلیج، عراق او افغانستان په جګړو کې ګډون کړی دی.
د دغه څلي پر جوړیدو یو میلیون پونډه لگښت راغلی دی، چې د خلکو د اعانو له لارې راټولي شوي وې. له دې سره به د هغو بریتانیوي سرتیرو یادون وشي چې له ۱۹۹۰کاله بیا تر ۲۰۱۵م کاله پورې په پوځي ماموریتونو بوخت ول.
پلان شوې ده چې په مراسمو کې به لومړۍ وزیره تریسا مې، شهزاده چالز، شهزاده ویلیمز او شهزاده هري، هم ګډون وکړي.
د بریتانیا د دفاع وزیر مایکل فالن، ویلي دي چې دغه څلی به په عراق او افغانستان کې د وسله والو ځواکونو، مرستندویه کارکوونکو او ملکي پرسونل د خدمتونو او قربانیو د یوه دایمي یادون په توګه ولاړ وي.
هغه تر مراسمو مخکې وویل: «دغه هڅه زموږ ژمنه ښيي چې غواړو د دغو سیمې د خلکو ملاتړ وکړو چې هغوی یوه باثباته راتلونکې ولري او د بریتانیا له امنیت او ثبات سره مرسته وکړي.»
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: