په بروکسل کي د بريدونو په تور۶ کسان نيول سوي
۱۳۹۵ فروردین ۶, جمعهويل کیږي چي ترهگرو په بروکسل کي ډېر پراخ خونړي يرغلونه پلان کړي ول. په بلجيم کي د دوو رسنيزو شبکو «وي ار تي» او «ار تي بي اف» د راپورونو له مخي په پاريس کي د بريدونو اصلي تورن صلاح عبدالسلام او محمد بالقيد او يوه بل تن غوښتل په وسلو سره په بروکسل کي ستر خونړي بريدونه وکړي.
خو عبدالسلام تيره اوونۍ ونيول سو او بالقيد له پوليسو سره په جگړه کي ووژل سو.
د بلجيم څارنوالۍ د نورو بريدونو خبر ورکړی
د بلجيم څارنوالۍ د شپږو نورو تورونو کسانو د نيولو خبر ورکړی دئ. د راپورونو له مخي دغه شپږ کسان د بروکسل په بېلابېلو سيمو کي نيول سوي دي. په پلان کي ده چي نن به د دغو کسانو په اړه پريکړه وسي.
د سه شنبې په ورځ د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کي تروريستي يرغلونو ۳۱ انسانان ووژل او تر ۳۰۰ زيات ئې ټپيان کړل.
په بروکسل کي د تروريستي بريدونو دوه تنه عاملان وژل سوي او دريم ئې لا تر اوسه په تېښته دئ. دوی پوليسو پېژندلي دي: ابراهيم او خالد البکراوي دوه ورونه ول چي په هوايي ډگر کي ئې بريدونه وکړل او ووژل سول او نجيم العشراوي لا په تېښته کي دی. دغه درې سره کسان په بلجيم کي اوسېدل او په پاريس کي له بريدکوونکو سره ئې اړيکي لرلې. العشراوي په پاريس کي د بريدونو په تور تر تعقيب لاندي وو.
ابراهيم البکراوي د ۲۰۱۵م کال په جولای مياشت کي له ترکيې څخه اخراج سوی وو او په الوتکه کي امستردام ته لېږل سوی وو. هالندي چارواکو ويلي دي دا چي تر هغه وخته پوري د البکراوي نوم د دوی له استخباراتي سازمانونو سره نه وو ثبت سوی د هغه د نیولو هيڅ دليل موجود نه وو.
د ترکيې جمهوررئيس رجب طيب اردوغان، ويلي دي چي هيواد ئې په هغه وخت کي بلجيم ته خبر ورکړی وو چي «البکراوي يو تروريست» دئ. خو دغه کس بلجيم ته په رسېدو سره نیول سوی نه وو.
اوس د البکراوي د نيولو په برخه کي د غفلت په دليل د بلجيم د کورنيو او عدلي چارو وزيرانو خپلي استعفاوي وړاندي کړي دي، خو د بلجيم لومړي وزير د دغو استعفاو له منلو تر اوسه ځان پېچلی دئ.
په فرانسه کي يو بريد شنډ سوی
د فرانسې د کورنيو چارو وزير ويلي دي چي يو کس ئې په دغه هیواد کي د يوه ستر تروريستي بريد د ترسره کولو په تور نیولی دئ. دغه خبر په داسي حال کي ورکول کیږي چي په بروکسل کي تر بريدونو وروسته په ټوله اروپا کي سخت امنيتي تدابير نيول سوي دي.
د فرانسې د کورنيو چارو وزير برنار کازنوف، د پنجشنبې په ورځ وويل، چي نيول سوی کس په بروکسل کي له بريدونو سره تړاو نه لري.
دغه کس چي يو فرانسوی دی، د پاريس په شمالي سیمو کي پوليسو نيولی دئ.
د فرانسي د کورنيو چارو د وزير په خبره د روان کال له پيل راهيسي دوی تر اوسه پوري د تروريستي بريدونو د پلانولو په تور ۷۵ کسان نيولي دي.