په برما کې راهبانو اړ و دوړ جوړ کړی دی
۱۳۸۶ شهریور ۱۶, جمعهاعلان
دغه کړنې په احتجاج کې د مليشې د يو مشر په وړاندې وشوې چې د هغه دکان په پکوکو نومي ښارگوټي کې هم ويجاړ کړای شوی دی. دغه ښارگوټی له پلازمېنې رنگون څخه پنځه سوه کيلومتره شمالي خوا ته پروت دی. ځايي اوسېدونکي زياتوي چې دغو راهبانو يرغمل شوي ځايي چارواکي بېرته خوشي کړي دي. راهبان هغه مهال راوپارېدل چې پوليسو د هغوی په يوې سوله يزې مظاهرې باندې ډزې وکړې چې درې سوو تنو په کې گډون کړی و. په برما کې تېل په دې وروستيو کې خورا گران شوي دي او د ژوند سطح په ټيټېدو ده.