په برما کښي پرانتخاباتو سربيره د قدرت د نه تغیریدو هڅه
۱۳۸۹ شهریور ۶, شنبهپه برما کښي د پلان سوو انتخاباتو څخه څو هفتې دمخه ډيرو عالی رتبه پوځیانو استعفأ ورکړېده ، تر څو تر انتخاباتو وروسته په ملکی حکومت کښي چوکیانی پلاس راوړی .
د امريکايی منابعو د معلوماتو پر اساس په دغو کسانو کی د نظامي حکومت مشر جنرال تان شوې هم شامل دی .
او لکه څنګه چه جلاوطنه برمایی رسنیو هم خبر ورکړی دی ، تان شوې او دده معاون جنرال شوې من به د «وحدت او پرمختګ » د ګوند رييس او معاون سی ، کم چه د اوسني نظامي حکومت د سیاسی وزر حیثیت لری .
ویل کیږی چه تر انتخاباتو وروسته به جنرال شوې من ددولت د مشر په حیث مقرر سی .
د برما زیادتره مخالف ګوندونه او خارجي حکومتونه په برما کښي ددغه کال د 7 دنوامبر انتخابات ،آزاد او حقیقی نه بولی . دبرما تر ټولو لوی حزب ،ددموکراسۍ دپاره ملی جبهه NLD چه شل کاله دمخه یې په پوره اکثريت سره انتخابات ګټلی وه ،په اوسنیو انتخاباتو کښي برخه نه اخلی .
نظربنده مخالفه سیاسی رهبره، سان سو کي ددې غوښتنه کړېده ، چه ښه به داوی ، چه په انتخاباتو کښي برخه وانه خیستل سی ، په عوض ددې چه غلط خلګ او حزب انتخاب سی .
د نوبل د جایزې دګټونکي سان سو کي مدافع وکیل نِیان وین وویل ،
«دې موږ ته وویل ، چه په راډیو کښي یې واوریدل ، چه خلګ پوښتنه کوی ، چه که NLD ځان انتخاب نه کی ، نو بیا چاته رایی ورکي . سان سو کي په جواب کښي ورته وویل ، چه بیا نو دوی باید هیڅ چا ته رایی ورنکی . »
د انتخاباتو لانجمن قانون او د نظامي رهبرۍ سخت مقررات د مخالفو سیاسی حزبو دپاره انتخاباتي مبارزه ډيره سخته کړېده ، او نسی کولای چه خپلی غوښتنی خلګو ته ورسوی .
په عامه محضر کي د بیرغونو او شعارونو سره راټولیدل منع دی ، او هغه کسان چه په خپلو بیانیو او یا شعارو کښي پر نظامي حکومت انتقادونه کوی ، د کاندیدانو د لست څخه ایستل کیږی .
موش بوروفسکا/ محمد قاسم نوري
کتونکی : نجيبالله زیارمل