په برلین کې د فرهنګونو کارنوال
برلین تر۲۰۰ د ډیرو ملیتونو کوربه دی. هر کال د فرهنګونو دغه تنوع د یوه لوی جشن په ترڅ کې لمانځل کیږي. سږ کال هم بېلابېلو مليتونو د برلین اوسیدونکي په خپلي موسیقۍ سره پر نڅا راوستل.
په داسې یو ښار کې ژوند چې اوسیدونکي یې له بېلابېلو فرهنګونو سره تړاو لري له هیجان څخه ډک دی. په دې انځور کې د سالسا نڅاگره له یوه داسي کس سره چې ترکي سنتي خولۍ یې پر سر ده انځور اخلي.
په برلین کې د فرهنګونو کارنوال په دې ښار کې د بیلابیلو هیوادونو وګړو سوله ایز ژوند انځوروي.
په برلين کې نزدې ۳۰ زره چینایان اوسیږي. چینایانو د برلین د فرهنګونو په کارنوال کې ښامار نندارې ته وړاندي کړ چې د چین د فرهنګ یو سمبول بلل کیږي.
د برلین په سږني فرهنگونو کارنوال کې پولیسو د څو تنو ښځو د جنسي آزار خبره کړې ده.
کاغذي شپلاقونه د برلین د فرهنګونو د کارنوال یوه برخه ده. هر څومره چې غږ لوړ وي په همدې اندازه فیستیوال په ښه توګه ترسره کیږي.
د فرهنګونو کارنوال پر مهال هوا یو څه سړه وه او ځينو ګډونوالو ځانونه پېچلي وه.
سړه هوا د دې لامل نه شوه چې د دې کارنوال ګډونوال په خپلو کورونو کې پاتې شي.
ډېرو اروپایانو ته په لرګیو ډوډۍ خوړل یو ستونزمن کار دی. د کارنوال ګډونوالو هم دغه فرهنګ نندارې ته وړاندې کړ.
د فرهنګونو کارنوال هر کال په برلین کې ډېر پیاوړی لمانځل کیږي.
په اروپا کي ډېر افریقایان ژوند کوي. دغه ډله په اروپا کې د میشتو افریقایانو ده. د برلین د فرهنګونو کارنوال یو لوی هدف له تبعیض سره مبارزه ده.