په برلين کې د دويمې نړيوالې جګړې سل کیلويي بم خنثی شو
۱۳۹۸ خرداد ۲۵, شنبهد دويمې نړيوالې جګړې يو ناچاودلی سل کيلويي بم د برلين الکساندر واټ په شاوخوا کې د رغونې په يو ځای کې له خاورو ايستل شوی او وروسته خنثی کړل شوی دی. دغه خبره پوليسو د تويتر د لارې کړې ده. پوليسو همداراز ويلي دي چې «د انتظار خلاف تخنيکي ستونزې» موجودې وې، خو په وينا يې «ډېر ژر يې غم وخوړل شو.»
چارواکو د بم د خنثی کولو پر وخت د درو سوو مترو يوه ساحه تړلې وه. خو په خبره يې د دغې ساحې يوازې يوه وړه برخه تخليه شوې هم وه. تخيله شوې ساحه د سودا اخيستلو ځايونه، تر ځمکې لاندې اورګاډي، سرويس او د هستوګنې ځينې بلاکونه هم په بر کې نيول. په دغه ساحه کې د روغتيا پالنې يوه ودانۍ هم پرته ده. د متحده آيالاتو له خوا غورځول شوی دغه بم درې متره تر خاورې لاندې وموندل شو چې د پوليسو په حواله پلتې يې لا د چاودنې د رامنځ ته کولو وړتيا درلوده.
د بم د خنثی کولو بهير ډېر وخت ونيو
د بم د خنثی کولو بهير ټوله جمعه وخت ونيو چې چارواکو خبرداری هم ورکاوه چې دغه عمليات ښايي تر شپې پورې د ترافيکو پر مخ خنډ وګرځي. د دويمې نړيوالې جګړې له پای ته رسېدلو ۷۵ کاله وروسته لا په آلمان کې تر خاورو لاندې ډېر بمونه او ناچاودلې مرمۍ شتون لري. د کارپوهانو په نظر درې زره دغسې مرمۍ لا يوازې د آلمان د پلازمېنې برلين کې تر خاورې لاندې پرتې دي. د الکساندر واټ د برلين د ګڼې ګوڼې يوه سيمه ده چې ډېر دکانونه او د هستوګنې ځايونه پکې پراته دي. په دغه سيمه کې هغه واټ هم پروت دی چې د برلين د تلويزيون مشهور برج پکې قرار لري.
(ns/ms (AFP, dpa