په برلين کي د «ميني قطار»
د «ميني قطار» (په آلماني: zug der Liebe) د هغو مراسمو نوم دی چي له تير کال راهيسي د تکنو موسيقۍ د مينوالو له خوا جوړیږي. د دغو مراسمو جوړونکي ټينگار کوي چي دغه پرېټ ئې «سياسي» پيغامونه لري.
سږکال هم په برلين کي نژدې ۱۰ زرو کسانو د «ميني قطار» په نوم پرېټ کي گډون وکړ. د پوليسو په خبره پروسږکال په دغو مراسمو کي نزدې ۵۰۰۰ کسانو گډون کړی وو.
د ميني قطار پرېټ د شنبې په ورځ په برلين کي ترسره سو. په دغه پرېټ کي تېرېدونکي کسان د «تکنو» موسيقۍ په ږغولو سره په نڅا پرېټ وکړ.
دوی له ځانونو سره داسي شعارونه لېږدول چي مينه او دوستۍ ئې ښوول. پر دغه تابلو لیکل سوي دي: «مليت: انسان»
په دغه پرېټ کي گډون کوونکو پر ښی اړخو افراطيانو اعتراض کاوه او صبر او زغم ته ئې رابلل.
د ميني قطار د جوړوونکو په خبره په اصل کي د دغه پرېټ موخه سياسي ده، او گډون کوونکي پکښې د ورځنيو موضوعاتو به اړه خپل احساسات او نظرونه وړاندي کوي.
دغه پرېټ سږکال په ۱۱۰۰ تنو پيل سو خو وروسته کرار کرار گډون کوونکي ډېر سول.
د دغه پرېټ جوړوونکو اټکل کاوه چي سږکال به پکښې د گډون کوونکو شمېر ۵۰ زره وي خو هغسي ونه سول.
د ميني قطار جوړوونکي ټينگار کوي چي دغه مراسم د سياستوالو او کليساوو د تبلغياتو ځای نه دی؛ ځکه ئې نو مصارف ټولي په شخصي مرستو پوره کيږي.
د ميني قطار په برلين کي. سږکال نژدې ټولو گډوون کوونکو له ځانونو سره د ميني شعارونه لېږدول.
د ميني قطار جوړوونکي.
د ميني پرېټ د هغو مراسمو نوم وو چي په ۹۰مه لسيزه کي د يوه دي جی له خوا ئې بنسټ کښېښول سو. دغه مراسم هر کال په برلين کي ترسره کېدل. په ۱۹۹۹م کال کي په دغو مراسمو کي نژدې يو ميليون انسانانو گډون کړی وو.
د عشق پرېټ يو بل اړخ.
په برلين کي د ميني پرېټ.