1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په بادغيس او تخار کي ۱۹ عسکر او پوليس وژل سوي دي

۱۳۹۷ شهریور ۱۵, پنجشنبه

د افغانستان پر امنيتي ځواکونو باندي د وسله والو طالبانو په دوو يرغلونو کي ۱۹ عسکر او پوليس وژل سوي دي. بريدونه په بادغيس او تخار کي سوي دي.

https://p.dw.com/p/34Pip
Afghanistan Gegenoffensive nach Einnahme Kundus durch Taliban
انځور: Imago/Xinhua

د بادغيس د پوليسو وياند نقيب اميني رسنيو ته ويلي دي چي د دغه ولايت په آب کمري ولسوالۍ کي د ملي اردو د موټرو پر کاروان باندي د وسله والو طالبانو په يرغل کي ۱۱ عسکر وژل سوي دي.

دغه کاروان په ياده ولسوالۍ کي د نورو امنيتي ځواکونو ملاتړ ته پر لاره وو. په دغه جگړه کي ۱۳ طالبان هم وژل سوي او ۹ نور ټپيان سوي دي.

بل لور ته بيا د تخار د ولايتي شورا غړي روح الله روفي د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د دغه ولايت په خواجه غار ولسوالي کي د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې باندي وسله والو طالبانو يرغل کړی او ۸ پوليس ئې وژلي دي. ويل سوي دي چي يو پوليس يرغمل سوی هم دئ.

وسله والو طالبانو په وروستيو څو مياشتو کي د افغان امنيتي ځواکونو پر اډو، د تلاښۍ پر پوستو او موټرو پر کاروانونو باندي يرغلونه زيات کړي دي.

د پوځي معلوماتو پر اساس وسله وال طالبان اوس د افغانستان د ټولو ولسواليو پر ۱۴ سلنه باندي کنترول لري او د ۳۰ سلني د کنترول اخيستلو پرسر جنگيږي.