په ایران کې د نوي کال پیل او د سیلاب ویجاړۍ
په ایران کې د ورښتونو، سیلاب، یخنۍ او د واورۍ څپې د ۱۳۹۸ لمریز کال پیل تر خپل اغیز لاندې راوستی دی. تر سختو ځاني او مالي تاوانونو اوښتو وروسته د ایران جمهور رئیس د زیانونو د بررسۍ کمیټې د جوړولو اعلان کړی دی.
واورو د اراک ښار پوښلی دی
د واورو اورښت د پسرلي په لومړیو ورځو کې د اراک ښار او مرکزي ولایت پوښلی دی. سږکال سیلاب او سړې هوا د ایران د ډیرو ښارونو اوسیدونکو ته تاوان اړولی دی.
د آق قلا د سیلاب ځپلو واده
سیلاب او په پایله کې د رامنځ ته شوو زیانونو سربیره هم ورځنی ژوند ادامه لري. د آق قلا ښار سیلاب ځپلو څخه دغو دواړو خپل نوی ژوند پیل کړ. دغه مراسم د سه شنبې په ورځ د سیلاب ځپلو له پاره په جوړ شوي کمپ کې تر سره شول.
زلزله ځپلي، سیلابونو هم وځپل
په تیرو ورځو کې سخت بارانونه د دې سبب شوی چې سړکونه او لارې کوڅې له اوبو ډکې شي او د سرپل ذهاب شا او خوا وړو سیندونو کې سیلابونه راشي. دغه څای ته څیرمه د زلزله ځپلو یو کمپ ته هم سیلابونو زیان اړولي. اوس هم د سیلابونو احتمال شته.
د مرستو ژمنه
د ایران ولسمشر حسن روحاني، د چهارشنبې په ورځ د آق قلا د سیلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه. هغه وویل چې دولت به په خپلو ټولو امکاناتو او توان سره له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.
شیراز، سیلاب ځپلی یو بل ښار دی
په شیراز کې د سعدي سیمه د سختو سیلابونو شاهده وه. سیلاب ډیرو کورونو ته سخت زیان اړولی دی. د سیلاب له کبله ۱۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شو ي دي.
د شیراز ټپیان
د روغتیا وزیر سعید نمکي، ویلي دي چې د سیلاب له کبله د ټپیانو شوو ۱۱۰ کسانو څخه اوس هم ۴۱ تنه په روغتون کې بستر دي او هغوی ته لازم خدمات وړاندې کیږي.
د جهرم، بازار تر اوبو لاندې کیدل
د سه شنبې په ورځ (د مارچ ۲۶مه) سخت باران د دې سبب شو چې د جهرم بازار ځینې برخې تر اوبو لاندې شي. د جهرم بازار د زندیه دورې په وروستیو کې د جهرم د حاکم حاج محمد حسین خان جهرمي له لوري (۱۲۵۶ هجري) کې جوړ شوی دی.
په لرستان کې د غره ښویدل
سخت بارانونه او سیلابونه په لرستان کې د یوه پل پر نړیدو سربیره د زیات زیان سبب شوي دي. همداشان د راه پل - خرم آباد په سیمه کې د غره ښویدنه د لارې بندیدو سبب شوې چې بیا وروسته د سرې میاشتې د هڅو په پایله کې دغه لاره بیرته پرانیستل شوه.
وریجې هم اوبو له ځانه سره وړي
په مازندران کې هم وروسیتو سیلابونو سخت زیانونه اړولي دي او کلیو ته سخت زیانونه اوښتي دي.
لاس په لاس
د ګمشیان خلک د پوځ، سپاه او سرې میاشتې په مرسته د سیلاب پر وړاندې د یوه بند پر جوړولو لګیا دي، څو د هستوګنې سیمو ته د اوبو د ورتلو مخه ونیول شي.
په کردستان ولایت کې واوره
د کردستان ولایت په لوړو سیمو کې له څو ورځې راهیسې پر له پسې واوره اوریدلي چې پر سړکونو یي تګ راتګ له ستونزو سره مخامخ کړی دی. ډیر موټر اوس هم د لارې په اوږدو کې بندې پاتې دي.
په اصفهان کې خبرداری
د زاینده رود د حجم پنځه برابره ډیریدل او د سیلاب د راتلو د احتمال له کبله د زاینده رود په اوږدو کې ټولې لارې تړل شوي دي او خلکو ته د نورو بدیلو لارې د تګ سپارښتنه شوې ده.
په مشهد کې خبرداری
د دوشنبې له ورځې راهیسې په خراسان رضوي کې پیل شوي بارانونه په بیلابیلو سیمه کې لا اوریږي او په ځینو سیمو کې د سیلابو سبب شوي دي.
له سیلاب ځپلو سره د اردو مرسته
د ایران د ځمکني پوځ قطعات په شمال کې سیلاب ځپلو سیمو ته لیږدول شوي دي او له سیلاب ځپلو سره د مرستو لړۍ ادامه لري.
سخت سیلابونه
په ایران کې دغو وروستیو سیلابونو په لسونو کسانو ته مرګ ژوبله او د میلیاردونو تومانو په ارزښت يې زیان رسولی دی.