1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې د نفتو نوې پراخې ځیرمې کشف شوي

۱۳۹۸ آبان ۱۹, یکشنبه

د ایران ولسمشر ویلي چې په خوزستان ولایت کې یې د نفتو پراخې ځیرمې موندلې دي. خو پر ایران باندې وضع شوي نړیوال اقتصادي بندیزونه به د دې سبب ورګرځي چې دغه نفت نړیوالو بازارونو ته لار ومومي.

https://p.dw.com/p/3SmxV
Erdölraffinerie im Iran
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/A. Taherkenareh

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې په ۱۰مه نیټه) د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې د دې هیواد په خوزستان ولایت کې یې د نفتو پراخې ځیرمې موندلي دي. نوموړي وویل چې له دغو نویو کشف شوو ځیرمو څخه ښايي ۵۰ میلیارده بوشکې نفت استخراج شي.

روحاني په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې دغه څه [د نفتو نوې کشف شوې زیرمې] د ایرن د خلکو له پاره د حکومت یوه کوچنۍ ډالې ده. روحاني زیاته کړه: «زه سپینې ماڼۍ ته وایم چې په هغو ورځو کې چې تاسې د ایران د نفتو پر خرڅلاو بندیز وضع کړ، د دې هیواد کارګرو او انجینرانو وکولی شول چې د نفتو د ۵۳ میلیارده بوشکو نوې ځیرمې کشف کړي.»

Iran Präsident Hassan Rohani
انځور: picture-alliance/Zumapress/R. Foulabi

د معلوماتو په اساس، د ایران دغه تازه زیرمې ښايي د دې هیواد نفتو دوهمې سترې ځیرمې وي. په ایران کې د احواز په نامه د نفتو د زیرمو ظرفیت ۶۵ میلیارده بوشکې ښوول شول دی. د یادولو وړ ده چې یوه بوشکه یا بیرل شاوخوا ۱۵۹ لیټره وي.

د ایران له لوري دغه څرګندونې داسې مهال کیږي، دغه هیواد څو ورځې وړاندې د یورانیمو د غني کولو د لړۍ د پیل کولو اعلان کړی وو کوم چې د ۲۰۱۵م کال له تړون څخه یوه بله تازه سرغړونه ده. د ایران حکومت اوسمهال د امریکا متحده ایالاتو له شدیدو اقتصادي بندیزونو سره مخ دی. په دې بندیزونو کې تر ډیره پورې د دې هیواد نفتو سکتور هم هدف ګرځول شوی دی.