په ایران کې تر مځکې لاندی د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو اډې
په ایران کې د ځمکې په ډیره ژوره برخه کې د توغندیو له پاره اډې جوړې شوې دي. د ایراني چارواکو په خبره په دغه ځای کې د منځني او لیرې واټن ویشتونکي توغندي ځای پر ځای شوې دي.
برید جنرال امیرعلي حاجي زاده ادعا کړې ده چې د ایران د لیرې واټن ویشتونکي توغندي د هیواد د ټولو سرحدي ولایتونو په ښارونو کې د ځمکې په ۵۰۰ متره ژوروالي کې ځای پر ځای شوې دي.
دا لومړی ځل دی چې ایراني کورنیو خبریالانو ته د غرونو په زړه کې د توغندیو د یوې اډې د عکاسۍ اجازه ورکول کیږي. حاجي زاده په دې اړه ویلي دي: « د مختلفو فاصلو توغندي پر خپلو دستگاو (لانچر) ایښودل شوې او فیر کولو ته اماده دي. موږ یوازې د قواوو اعلا سر قوماندان امر ته منتظر یو.»
هغه ادعا کړې چې د ایران اسلامي جمهوریت د«اسلامي انقلاب د دښمنانو» د جاسوسۍ د سپوږمکیو او تجهیزاتو څخه ویره نه لري.
برید جنرال امیرعلي حاجي زاده وویل چې د لیري، منځنې او لنډې فاصلې توغندي په دفاع وزارت او سپاه پاسداران کې د ایراني متخصصینو له خوا طرحه او جوړیږي.
ایران د مایع او جامد سون توکو په وسیله د لیري واټن توغندیو د نوې او پرمختللي نسل د جوړلو خبر ورکړ. ټاکل شوې ده چې دغه توغندي به په راتلونکي کال کې د پخوانیو توغندیو ځای ونیسي.
حاجي زاده وویل: « هغه کسان چې خپل میز ته له خپلو انتخابونو سره په خوشحالۍ ناست دي، یوازې نر میز لاندې د اسلام د سپاهیانو پر انتخاب دې نظر واچوي.» دغه تحریکونکي څرگندونې په داسې یو وخت کې ترسره کیږي، چې نړیواله ټولنه له ایران سره د مناسباتو عادي حالت ته په راوستو باندې ټینگار کوي.
د هوایې ځواکونو دغه قوماندان د خپلو لسمونکو خبرو په دوام وویل: « زموږ توانایې او قدرت د واورې د هغه غره په شان دی چې کله په اوبو کې لامبو وهي یوازې د دغه غره څوکه د اوبو پر مخ لیدل کیږي.»
د هوایې ځواکونو دغه قوماندان ادعا وکړه چې ایران د هر ډول گواښ د مقابلې توان لري، نو له دې امله په دغه هیواد کې د نا امنۍ اور ته لمن وهل یوازې د وهم پرته بل هیڅ څه نه دي.
حاجي زاده د «ایران د اسلامي انقلاب» دښمنانو ته خبرداری وکړ چې پر ایران د برید کولو په صورت کې به له اتشفشاني توغندیو له غبرگون سره مخامخ شي.
که څه هم د هوایې ځواکونو دغه قوماندان د هیڅ یو هیواد نوم نه دې اخیستې، خو په ښکاره ډول د هغه اشاره امریکا متحده ایالاتو ته ده.
د ایران اسلامي جمهوریت اوسمهال په سیمه کې د سوریې، عراق او یمن په څیر هیوادونو کې له سعودي عربستان سره د یوې نیابتي جگړې په حال کې دی.