1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کی په کرونا باندی د نوو اخته کسانو د شمیر زیاتوالی

۱۳۹۸ اسفند ۱۶, جمعه

د ايران د روغتيا وزارت د رسمي شميرو له مخي، په کرونا باندي د اخته کسانو شمير يو وار بيا لوړ سوی . د نن ورځي تر سهاره د نوموړي ويروس په نتيجه کي د وژل سوو کسانو شمير۱۰۷ تنو ته رسيدلی . مکتبونه او پوهنتونونه تړل سوي دي.

https://p.dw.com/p/3Yy1t
Iran Coronavirus
انځور: picture-alliance/AP Photo/V. Salemi

د نن ورځي تر سهاره «جمعه د مارچ ۴م» د هغو کسانو د مړيني شمير زيات سوی چي په کرونا اخته سوي ول. دغه شمېر اوس ۱۰۷کسانو ته رسيدلی دی.

د ايران د روغتيا وزارت وياند کيانوش جهانپور پرون پنجشنبه په تهران کي وويل چي د کرونا ويروس ۳۵۱۳ پيښې ثبت سوي دي چي دا تر يوې ورځ مخکي ۵۹۱ زياتي دي. خو ويل کيږي چي دغه رقم ښايي تر هغه لا لوړ وي، چي په ايران کي چارواکو اعلان کړی دی.

يوازي په تهران کي ۱۳۵۲ تنه په دغه ويروس اخته سوي دي. د ايران د روغتيا وزارت وياد وايي چي په عين حال کي ۷۳۹کسانو درملنه سوې او له روغتونونو څخه رخصت سوي دي.

د مهدوي په خبره، اوس يوازي په سون او غذايي موادو بار موټران د مازندران ولايت ته د داخليدو اجازه لري. هغه له ټولو هغو هيوادوالو څخه چي غواړي مازندارن ته سفر وکړي، غوښتنه کړې چي له دې کار څخه ډډه وکړي.

مازندران ته د مسافرانو د داخليدو د مخنيوي په اړه پريکړه پس له هغه وسوه چي  په ايران کي له کرونا سره د مبارزې ملي ستاد، پرون پنجشنبه اعلان وکړ چي په ايران کي د روان لمريز کال تر پايه ټول مکتبونه او پوهنتونونه تړل کيږي. 

Iran | Corona-virus: Straße in Teheran wird desinfiziert
په تهران کی د لارو او سړکونو ضدعفوني کولانځور: picture-alliance/ZUMA/R. Fouladi

مهدوي دې خبري ته په اشارې سره ايرنا ته وويل: «دغه پريکړه د کرونا ويروس په نتيجه کي د ساري ناروغيو د پراخيدو څخه د مخنيوي او د ولاياتو د ټولو اوسيدونکو او همدارنگه ټولو مسافرو او سيلانيانو د روغتيا له پاره پس له هغه وسوه چي مکتبونه او پوهنتونونه د نوروز د جشن تر پايه تړلي اعلان سول.»

د مسافرانو د ورتگ د مخنيوي له پاره په سيمه کي پوليس هم ځای پر ځای سوي دي. د رسمي شميرو له مخي، په مازندران کي تر پنجشنبه ورځي پوري په کرونا ۱۲۱ پيښې پيژندل سوي او په دغه ولايت کي د کرونا له امله د وژل سوو کسانو شمير ۱۵ کسانو ته رسېدلی دی.

تر اوسه په رشت ښار کي چي د گيلان ولايت مرکز دی، او همدارنگه د قم او تهران په ښارونو کي له دغه ويروس څخه د مړيني ډيرې پيښې ثبت سوي دي.

د جمعې ورځي تر سهاره پوري په ټوله نړۍ کي په کرونا باندي ۹۸ زره ۳۸۵کسان اخته سوي چي ۳۰۰۰ و ۳۸۳ تنو يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. زياتره قربانيان چي ۲۹۳۰کسان کيږي، په چين کي ول.