1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

په اټومي بټۍ کې د خطرناکو کړنو په اړه د زيلنسکي خبرداری

۱۴۰۲ تیر ۱۴, چهارشنبه

د اوکراین ولسمشر په زاپروژیا اټومي بټۍ کې د "خطرناکو پارونکو کړنو" خبرداری ورکړ؛ په داسې حال کې چې مسکو " پر دې بټۍ د کیف د برید پلان" په اړه ورته تورونه لګولي.

https://p.dw.com/p/4TRFF
آرشیف: اوکراین د زاپوژیا اټمي بټۍ انځور
آرشیف: اوکراین د زاپوژیا اټمي بټۍ انځورانځور: Maxar Technologies/AP/picture alliance

د اوکراین پوځ اعلان وکړ چې د روسیې تر کنټرول لاندې ماکیوکا سیمه کې چې د دونيڅک یوه برخه ده، برید کړی او د روسېې یوه پوځي قطعه یې له منځه وړی ده.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو د ستراتیژیکو اړیکو دفتر وویل: «د دفاعي ځواکونو د قطعاتو د دقیقو ډزو په پایله کې، په موقتي توګه د روسي اشغالګرو له خوا په ماکیوکا کې نور جوړښتونه په موقتي ډول درول شوې.»

دغه دفتر په خپل ټیلیګرام پیغام کې یوه ویډیو هم خپره کړې ده چې په ښار کې چاودنې ښيي.

د نیول شوې سیمې مشر ډینس پوشیلین ویلي دي چې، په جګړه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۳۶ نور ټپیان شوې دي.

پوشیلین وویل: «د چاودنې په پایله کې د استوګنې ودانۍ، یو روغتون، ښوونځی او یو وړکتون هم ویجاړ شوی دی.» دا ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

اوکراین د کریمیا پر پوله ځواکونه د جګړې له پاره چمتو کړي

کیف او مسکو یو او بل تورن کړې چې پر یادې اټومي بټۍ د برید پلان لري.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زيلنسکي خپل فرانسوي سیال امانوئل مکرون ته ویلي دي چې روسیه په زاپوریژیا اټومي بټۍ کې "خطرناک پاروونکی عمل" پلانوي.

زيلنسکي پر خپل ټویټر لیکلي: «ما خپلو همکارانو ته خبرداری ورکړ دی چې اشغالګر ځواکونه د زاپوریژیا پر اټومي بټۍ د خطرناکې پارونې له پاره چمتووالی نیسي. موږ د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره موافقه وکړه چې وضعیت تر ممکنه حده کنټرول کړو.»

آيا سړه جګړه بیرته د راستنیدو په حال کې ده؟

په همدې حال کې د روسیې د اټومي انرژۍ «روسن ایرګو اتوم» ادارې د مشر سلاکار رنات کارچا په یوه تلویزیوني خپرونه کې خبرداری ورکړی دی چې کیف د یادې اټومي بټۍ د ویشتلو او په ورته وخت کې د اټومي فاضله موادو د یو بم د غورځولو پلان لري.